مټیو مېلر: د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره مالي مرسته نه‌کوو

Loading

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر یوځل په مستقیم ډول له اسلامي امارته د واشنګټن مالي مرسته رده کړه.

ښاغلی مېلر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستان سره د امریکا مرستې ښایي د ناسمو کسانو لاسته رسېدلې وي، په صراحت یې وویل چې، موږ له ا.ا. سره مالي مرسته نه‌کوو.

 متیو مېلر خبریالانو ته وویل:«کله چې د ا.ا. د مالي تمویل خبره کیږي، موږ له ا.ا. سره مالي مرستې نه‌کوو. دا په څو غونډو یا مناسبتونو کې څرګنده شوې ده.»

په دې لړ کې د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي چې، په هېواد کې د امریکا مالي او بشري مرستې د مرستندویه ادارو لخوا لګول کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شاکر یعقوبي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په غیرمستقیم ډول هم دخالت لري؛ خو د دغو مرستو د مدیریت په برخه کې دې هڅه وکړي او یو منظم چوکاټ دې جوړ کړي چې د افغانستان د اقتصاد په ګټه پرېوځي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدانصیر رښتیا هم وايي:«له بده مرغه ټولې هغه مرستې چې د نړۍوالې ټولنې او امریکا او نورو هېوادونو له خوا کېږي، دا د مرستندویه سازمانونو له طریقه دي چې له بده مرغه د دغو مرستو ۴۰ سلنه یې د بنسټونو لخوا حیف  میل کېږي او ډېر کم شی د افغانستان خلکو ته ورکوي.»

ورته مهال، اقتصاد وزارت هم وايي چې، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو دفترونو لخوا د بشري مرستې په مستقیمه توګه ترسره کېږي او اسلامي امارت په دې برخه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‌لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وویل:«د خیریه بنسټونو او نړۍوالو هېوادونو د بشري مرستو له پېله تراوسه، دغه مرستې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو لخوا، د امارتي ادارو له مداخلې پرته په مستقیمه توګه مرسته شوې ده. د بې‌وزلې او کم اقتصادي تحرک له امله هڅه کوو چې، مرستندویه هېوادونو او خیریه موسسو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د روان کال په لومړیو کې امریکايي سناتورانو د یوې طرحې په وړاندې کولو سره، له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لارې د واشنګټن د مرستو د درېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، تر څو چې دا ډاډ ترلاسه شوی نه وي چې بشري مرستې د اسلامي امارت د پیاوړتیا په موخه نه لګول کیږي، باید ملګري ملتونه له افغانستان سره خپل مرستې ودروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مټیو مېلر: د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره مالي مرسته نه‌کوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*