
مکسیکو کې تر سېلابونو وروسته د ژغورنې عملیات له خڼدونو سره مخ دي
د مکسیکو په مرکزي او ختیځو سیمو کې تر ویجاړوونکو سېلابونو پنځه ورځې وروسته چې لږ تر لږه ۶۶ تنه پکې و وژل شول، اوس د خټو او ویجاړیو له امله د ژغورنې او پاک کارۍ عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، لا هم هڅې روانې دي څو زیانمنو شویو کلیو او ښارونو ته لاسرسی ومومي او ۷۵ تنه لا هم نادرکه دي.
میریام لویا چې له دغو سېلابونو ژغورل شوې، وایي: «هېڅ مرستې نشته، نه خواړه شته نه بل څه، ټولې مرستې نورو ځایونو ته استول کیږي. دلته وګورئ، اوبه تر کومه ځایه پورته شوي. د کور لومړی پوړ په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شو. زموږ وضعیت ډېر خراب دی.»
د سیمې اوسېدونکي وايي، د بشري مرستو د لېږد بهیر ډېر ورو دی او باید چټک شي.
ژغورل شوی، ګوادالوپې مارټینز وایي: «مرستې ډېرې ورو را رسیږي. ځینو سیمو ته مرستې رسېدلي خو دلته شدید ضرورت دی چې ویجاړې شوې سیمې پاکې شي، ماسک، خواړه او اوبه ولرو. دا تر ټولو اړین دي.»
د دغو سېلابونو له امله له ۱۰۰ زرو ډېر کورونه زیانمن شوي او زرګونه کسان بېکوره شوي دي.
د مکسیکو حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او د مرستو رسولو او د خوړو د وېش لپاره یې پوځ سېلابځپلو سیمو ته استولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "مکسیکو کې تر سېلابونو وروسته د ژغورنې عملیات له خڼدونو سره مخ دي"