تېر میلادي کال کې ۲.۹ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

💬0
منبع

تېر میلادي کال کې ۲.۹ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېر میلادي کال کې نږدې ۲.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې نږدې نیمايي یې په جبري ډول را اېستل شوي دي.

 له دې ډلې ۱.۹ میلیونه کسان له ایران، یو میلیونه کسان له پاکستان او یو زر او ۹۵۳ کسان له تاجیکستان څخه ایستل شوي دي.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې دا ستنېدنې ډېری وخت له نیولو او د بشري حقونو له سرغړونو سره مل وې چې ګڼ شمېر افغان کډوال له سختو روحي ځورونو سره هم مخ شوي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته را اېستل شوي افغانان:

ایران: ۱.۹ میلیونه کسان

۵۴٪ بې اسناده

۴۶٪ د سرشمېرنې د پاڼې لرونکي

۴۹٪ ښځې او نجونې، ۵۷٪ ماشومان

پاکستان: ۱ میلیونه کسان

۴۴٪ د پي‌او‌آر کارت لرونکي

۲٪ پناه‌غوښتونکي

۵۴٪ بې اسناده

۴۵٪ ښځې او ماشومان، ۲۱٪ یوازې ماشومان

 د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ویاند، فرامرز برزین وايي: «د خلکو د بېرته ستنېدو بهیر ډېری وخت له ناڅاپي ایستلو سره مل و، چې هغوی ته حتا دا فرصت نه ورکول کېده چې خپل توکي راټول کړي. هغوی اړ شول خپلې شتمنۍ پرېږدي او حتا له خپلو کورنیو غړو بېل شي. دغو مسایلو د بېرته ستنېدو پر مهال د ساتنې او حقوقي خطرونه زیات کړي او د بېرته ستنېدو په سیمو کې یې د منلو او بیا ادغام ظرفیتونه تر فشار لاندې راوستي دي.»

له پاکستان څخه را اېستل شوي کډوال، چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده،د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي.

زینب چې تازه له پاکستانه را اېستل شوې وايي: «نه دا توان لرو چې خپلې ولایت ته ولاړ شو او نه د لارې کرایه لرو؛ غواړو موږ ته د اوسېدو لپاره د ځمکې ټوټه راکړل شي څو ژوند وکړو.»

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی هم ویلي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې نږدې ۵ میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس نږدې ۱۰ سلنه جوړوي، د جبري ایستلو او د ګاونډیو هېوادونو د سختو کډوالۍ محدودیتونو له امله افغانستان ته راستانه شوي دي.

سره له دې چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړی، خو څو ځله یې له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران، غوښتي چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو څخه ډډه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېر میلادي کال کې ۲.۹ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*