ځينې ولې میندوارۍ ته وايي چې له کوره مه وځئ، شرم دی؟

میندوارۍ

د میندوارۍ پر مهال چې زما خېټه راوتلې او غټه وه نو هېڅ یې په کیسه کې نه وم او نه مې د کوم شرم احساس کاوه. بلکې خوشاله به وم چې دا څه روان دي”

دا د راستي سعید په نوم د یوګا د یوې ښوونکې خبرې دي چې تېر کال یې د ميندوارېدو یا حامله کېدو لومړنی ځل و.

دا وايي، پخپله خوشاله وه خو نورو به یې چې پړسېدلی او راوتلی نس ليده نو ډول ډول خبرې او پسخند به یې ورپورې کاوه، “راته ویل به یې چې له نظره به شې، دا خېټه درپټه کړه، ښه نه برېښي، د ټيکري پلو پرې واچوه.”

خو یوازې راستي سعید نه ده چې د میندوارۍ پر مهال د خلکو دا “ګډې وډې” اوري بلکې د پاکستان په ګډون په ګڼو ټولنو کې ښځې له ورته چلند سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ‘يو.اېن.ایف.پي.اې’ ادارې د مالوماتو له مخې، په پاکستان کې هر کال کم زیات ۵۶ زره ماشومان زېږي.

دا معمول دی چې د میندوارۍ پر مهال د ښځو په بدن کې ځينې بدلونونه راځي چې له کبله یې ډول ډول کېفیتونه او روحي فشارونو سره مخ کېږي خو د دوی د وجود په اړه د نورو خلکو تبصرې یې نورې هم ځوروي.

د پاکستانيو ډرامو یا سيریالونو ممثلې مریم انصاري سږ کال یو اولاد وشو. هغه وايي چې د میندوارۍ پر مهال ورته ویل کېدل چې، “غلمینه ډوډۍ مه خوره چاغوي دې، وريجې مه خوره کنه نو هسې به وشي، داسې به وشي. ته صبر، ډېر وېښتان به دې توی شي. چې ماشوم دې پيدا شي ته به وګورې چې په بدن دې ته څه کېږي. لا خو دې اول اولاد دی. دې ته ورته ډول ډول خبرې به یې راته کولې.”

دا مالومه خبره ده چې که میندواره ښځې په هره ټولنه کې وي، د حاملګۍ پر مهال یې ګرځېدل راګرځېدل او د عادي ژوند چارې محدودول کېږي.

ثمین نواز یوه خبریاله ده او د یوه بچي زېږولو او یو څه موده رخصتۍ نه وروسته بېرته خپل دفتر ته ورستنه شوې ده. هغه وايي، “د ښځو په اړه داسې فکر کېږي چې د میندوارۍ پر مهال باید د کور له چاردېوالۍ بهر ونه وځي او خپل بدن خلکو ته نندارې ته وړاندې نه کړي.”

“خدا، له کله راهیسې میندواري بې شرمي او بې غیرتي ګڼل کېږي؟”

انصاري
د عکس تشریح، اېکټرې یا ممثلې مریم انصاري چې د خپلې میندوارۍ عکس خپور کړ نو پر خواله رسنيو دومره منفي تبصرې پرې وشوې چې دا د خپل اکاونټ غیر فعالولو ته اړ شوه. خلکو بد رد ورته وویل، پېغورونه یې ورکړل او د هغې دا خوشالي یې په خپګان بدله کړه.

د یوګا ښوونکې راستي سعید په کراچۍ کې د دې ورزش یو مرکز لري او وايي، د میندوارۍ په وخت کې یې د خلکو ډول ډول خبرې تر غوږ تېرې شوې دی.

راستي زیاتوی، “خامخا به یوه نه یوه خبره خلک درته کوي. څوک به وايي، کوناټي دې غټ شوي دي. ډېره پړسېدلې یې. په نس ماشوم دې تر تا غټ ښکاري. ډېره ازاده ازاده مه ځه کنه نو نس به دې ولوېږي او بې وخته زېږون به وکړې.”

راستي همدا راز وايي چې یوه تلویزون والا مرکه ورسره وکړه خو ځکه یې خپره نه کړه چې دا حامله وه او د رسنۍ ادارې ورته ویلي وو چې د هغې د میندوارۍ له کبله د هغې مرکې خپرول مناسب نه دي، “زه شاک شوم چې په دې کې غلط څه دي؟ په دې کې داسې څه دي چې تاسې په خپرولو شرمېږئ؟”

دې مېرمنې دا کیسه پر خواله رسنیو خپره کړه او خلک یې ډېر ملاتړ وکړ، اخر د تلویزون چېنل مجبور شو چې هغه ور وغواړي او دا ځل پر دې ورسره وغږېږي چې د میندوارۍ پر مهال د خلکو تر منځ عامې شوې ناسمې خبرې او مغالطې ولې شته او څنګه دا فکر بدلول کېدای شي.

سعيد

اېکټرې یا ممثلې مریم انصاري چې د خپلې میندوارۍ عکس خپور کړ نو پر خواله رسنيو دومره منفي تبصرې پرې وشوې چې دا د خپل اکاونټ غیر فعالولو ته اړ شوه.

خلکو بد رد ورته وویل، پېغورونه یې ورکړل او د هغې دا خوشالي یې په خپګان بدله کړه.

مریم وروسته په یوه ویډيو کې خلک وپوښتل چې، “خدا له کومه وخته میندواري تاسې ته بې شرمي او بې غیرتي ښکاري؟ تاسې همداسې نه یئ زېږېدلي؟ دومره دوه مخيتوب… څوک چې حامله وي نو مبارکي ورکړئ او دعا ورته وکړئ.”

مریم زیاتوي چې ځينو مثبت نظرونه او مبارکي هم ورکړې وه خو منفي تبصرې ډېرې وې، “زه له روحي پلوه ډېره وځپل شوم او ډېره ضعیفه شوې هم وم.”

خبریاله ثمين نواز وايي چې دې ته خو د خپل دفتر خلکو هم ویل چې، “که کوم رپوټ یا مرکې پسې بهر وځې نو خېټه دې پټوه. دې خبرو زه ځورولم او یوه موده هېڅ له دفتره بهر په کار پسې نه وتلم. ځکه چې د خلکو خبرو به زه له روحي پلوه شکنجه کولم او زما پر ماشوم به یې هم ناوړه اغېز کاوه.”

ښايي په ټولنه کې د ښکلا په اړه د شته معیارونو له کبله حامله ښځې د خپل وجود د ډول له کبله شرمنده کېږي او له رواني پلوه ځپل کېږي.

کارپوهان وايي، د میندواره ښځو لپاره ذهني مشکلات ډېر تاواني وي نو که داسې مېرمنې په کور کې وي او که په دفتر کې کار کوي، ښه ده چې د خلکو له منفي تبصرو ځان وساتي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ځينې ولې میندوارۍ ته وايي چې له کوره مه وځئ، شرم دی؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*