تخاري سوداګر: د وچې میوې کورنی بازار کمرنګه او صادرات هم درېدلي

Photo: Kristijan Arsov

په تخار کې د وچې میوې ځینې سوداګر وایي چې بهر ته د وچو میوو په صادراتو کې کمښت راغلی دی.

بادام، غوز، پسته، توت، زردالو، الوچه، ګیلاس، الوبالو، او وچه میوه د تخار له محصولاتو شمېرل کېږي، چې د ولایتونو سربېره نورو هېوادونو ته هم صادریږي.

خو د میوې صادرونکي وايي، چې یوازې یې چارمغز، پسته او بادام لږ بازار لري؛ خو نورتوکي یې نه په کور دننه بازار لري او نه یې هم بهر ته د صادرلو توان شته.

تخار کې د وچې میوې سوداګر، مصباح الدین طلوع‌نیوز ته و ویل: “د وچو میوو خرڅلاو هغه څه نه و چې ما یې هیله درلوده. دلیل یې نه پوهیږم؛ ښایي د پاکستان لارې بندیدل یې دلیل وي یا بل کوم دلیل.”

سمیع‌الله، د میوې یو بل سوداګر وايي: “میوې لکه غوزان، کېښته (وچ زردآلو) او ګیلاس پلورل شوي نه دي. د تخار ولایت څخه صادرات نه وو. موږ دغه میوې واخیستې، خو له موږ سره پاتې شوې.”

یو شمېر نوره هغه وچه مېوه، چې له هېواده بهر اخیستل شوې، د امکاناتو د نشت له کبله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ ده.

د وچې میوې یو شمېر پلورونکي بیا له اسلامي امارت غواړي، چې د دوی وچې میوې ته له هېواده بهر د صادراتو زمینه برابره کړي.

سميع چې په تخار کې د وچو میوو یو پلورونکی دی، وویل: “موږ هیڅ یخچال یا بل مناسب ځای نه لرو چې خپل مال وساتو. کله چې یو کال د وچو میوو تیر شي، میوه خرابېږي.”

ورته مهال بیا د تخار د صنعت او سوداګرۍ وزارت رییس د وچې میوې لپاره د بازار موندنې ډاډ ورکوي.

د تخار د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو انکشاف مدیر، سهیل یولداش په دې اړه وايي: “بې‌شکه تخار د میوو تولیدوونکو ولایتونو له منځه دی، یانې د میوو تولید او بڼوالي په دغه ولایت کې په زیاتیدو ده، خو موږ سږکال د تېر کال پرتله د میوو صادراتو کې کموالی لیدلی .”

د سوداګرو په خبره، که د دوی میوو ته بهر ته د صادراتو زمینه برابره نشي؛ نو دوی به له سترو زیانونو سره مخ شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تخاري سوداګر: د وچې میوې کورنی بازار کمرنګه او صادرات هم درېدلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*