
م.م: افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مبارزې لپاره نړۍوال اقدام ته اړتیا ده
د خوړو نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې سازمان او د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د مېندو او ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ د لوړې کچې له امله اندېښنه څرګنده کړې او دغه برخه کې یې د جدي نړۍوال اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغو بنسټونو ویلي، افغانستان د ۱۵ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېر ماشومان پکې ضایع کیږي او تر ۵ کلنې کم عمره له ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان دغه هېواد کې په خوارځواکۍ اخته دي چې ۱.۴ میلیونه دغو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
دغو بنسټونو په خپله ګډه اعلامیه کې زیاته کړې چې افغانستان کې ۹.۸ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او له هرو لسو ښځو، څلور یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
په ګډه اعلامیه کې د دغه وضعیت ستر لاملونه د خوړو نه خوندیتوب، وچکالي او کمزوری اقتصاد بلل شوی دی.
دغه اعلامیه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ویلي: «د مېندو ښه تغذیه د دوی د روغتیا او د نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خورا مهمه ده، په داسې حال کې چې ډېرې افغان مېندې د خوارځواکۍ په حال کې امیندوارې کیږي. د مور ناسمه تغذیه نه یوازې د مور د مړینې ګواښ زیاتوي، بلکې د ماشوم د وزن د کمښت لامل کیږي او ذهني او بدني پرمختګ یې اغېزمنوي.»
ملګرو ملتونو د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د خوړو، روغتیا، اوبو، زده کړو او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د نړۍوالو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاج الدین ایوالي دغه اعلامیه کې ویلي: «افغانستان کې خوارځواکي یوه سیمه ییزه بېړنۍ ستونزه نه بلکې، د زیانمنو ماشومانو او ښځو د ملاتړ په برخه کې د نړۍوالې ژمنتیا ازموینه ده. دا د دوامدارې پراختیا موخو او د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د نړۍوالې تغذیې لپاره د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره یوازې پنځه کاله پاتي، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ ماشوم هم له مرستو نه دی پاتې په داسې حال کې چې میلیونونه ماشومان د خرابو خدمتونو، ناسمو طریقو او د لوږې له امله له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.»
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام اټکل کړی و چې په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې به په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.
دغه بنسټ ویلي و، چې افغانستان کې ۱.۲ میلیون امیندواره او شېدې ورکونکې مېندې له خوارځواکۍ کړېږي او بېړنۍ درملنې او خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.
لومړی نظر وکړئ on "م.م: افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مبارزې لپاره نړۍوال اقدام ته اړتیا ده"