نغلو کې د لمریزې برښنا د تولید پروژې چارې ۷۰ سلنې بشپړې شوي

Photo: Strigee Studios

نغلو کې د لمریزې برښنا د تولید پروژې چارې ۷۰ سلنې بشپړې شوي

د کابل په نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې چارې ۷۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د لمریزې برښنا پر دغه پروژه څه باندې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت راځي او چارې یې د یوه ترکي او افغاني شرکتونو له لوري پر مخ وړلې کیږي.

د قراردادي شرکت استازي عبدالقیوم په دې اړه و ویل: «د دې پروژې کار نږدې ۷۰ سلنې بشپړ شوی او له ۲۰۰ ډېر کسان دلته په کار بوخت دي.»

د برشنا شرکت یوه مسوول و ویل، چې د دغې پروژې بشپړېدو سره به نږدې ۲۳ زره کورنیو ته په کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې برښنا برابره شي.

د برښنا شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس، فریدالله شرفمل و ویل: «موږ کولای شو څلور میاشتې وروسته له دې برښنا ګټه واخلو. دا پروژه به د برښنا د کمښت په حل کې مرسته وکړي، څو د ننګرهار، لغمان او کابل د اوسېدونکو د برښنا ستونزې تر یوه بریده حل شي.»

ښاغلي شرفمل د چاپېریال ساتنې په اړه زیاته کړې چې برښنا شرکت پاکې انرژۍ ته لومړیتوب ورکوي.

هغه و ویل: «برښنا شرکت نوې کېدونکې انرژۍ ته لومړیتوب ورکړی او په همدې موخه مو له خصوصي سکټور سره د لمریزې برښنا د پروژو قراردادونه کړي دي.»

قراردادي شرکت وايي، د دې پروژې ټول تخنیکي کارونه د افغان انجینرانو او کارکوونکو له‌خوا ترسره کیږي او دا مهال پکې ۲۰۰ کسان په کار بوخت دي.

که څه هم سرپرست حکومت له کورنیو سرچینو د انرژۍ د تولید هڅې کوي خو افغانستان لا هم د خپلې اړتیا ډېره برښنا له تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایرانه پېري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نغلو کې د لمریزې برښنا د تولید پروژې چارې ۷۰ سلنې بشپړې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*