نن پنجشنبه ( د لیندۍ لومړۍ / د نومبر یوویشتمه ) متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د ۲۰۲۴ کال ۱۰ اوریز کرکټ سوداګریز لیګ پیلېږي، چې ۲۳ افغان لوبغاړي هم په کې دي.پیلیږي.
د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان الله ګربز لوبډلمشري کوي.
په دغه لیګ ګې د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي.
د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر پر دوهیمه ده.
محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلې کې دي.
مسعود ګربز د رحمان الله ګربز ورور دی او د افغانستان په داخلي لوبو کې لوبېږي. فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د افغانستان د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) غړي دي. اوریز
نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کې لوبېږي.
همدغه راز نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په ابوظهبي او عظمت الله عمرزی، فرید ملک او ضیاء الرحمن د نارترن واریز د لوبډلو غړي دي. اوریز
د دغه لس اوریز لیګ په درې نورو لوبډلو چینای براېف چاګوارز، نیویارک سټرایکرز او ډکن ګلاډیټرز کې کوم افغان لوبغاړی نشته.
د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ درې رسمي بڼې لري، چې شل اوریزې، یوه ورځنۍ او د ټست لوبې دي.
۱۰ اوریز لیګ هرکال کېږي؛ خو تر دې دمه رسمي بڼه نلري.
نن به درې لوبې ترسره شي.
د یادونې ده، چې دا لیګ نن ( پنجشنبه د لیندۍ لومړی ) د ماسپښین ۳ بجې پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا راډیو او ټلویزیوني شبکې څخه خپریږي.
لومړی نظر وکړئ on "نن د ۲۰۲۴ ابوطبي ۱۰ اوریز کرکټ اتم پړاو لیګ پیلیږي"