![](https://amwajpress-pa.com/wp-content/uploads/2025/02/Economy-1024x597.jpg)
نړیوال پراختیایي مرکز خبرداری ورکړی چې افغانستان به د امریکا د مرستو د کمېدو له امله له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخ شي.
دغه مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د هغو اتو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري او له دې مرستو یو پر پنځمه برخه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا تمویلیږي.
د راپور د معلوماتو له مخې، افغانستان ته ټولې ۳۵ سلنه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا ورکول کېده.
بلخوا د نړیوالې پراختیایي ادارې د عمومي څارونکي سرمنشي وايي چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله د قراردادونو د سپارلو لپاره د شریکانو ارزونه لازمي ده.
امریکا په درې کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې درې میلیارده ډالرو مرستې سره، تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی پاتې شوی دی. اوس چې د دې هېواد مرستې محدودې شوې دي، افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې راغلی چې تر ټولو ډېر اقتصادي زیان سره مخ دی.
د دې راپور پر بنسټ، له افغانستان سره د ټولو مرستو ۳۵ سلنه یې یوازې د (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا ورکول کېده.
په دغه راپور کې راغلي دي: «موږ له ۲۶ بېوزلو هېوادونو څخه اته هغه هېوادونه مشخص کړي چې د هغوی یو پر پنځمه برخم مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا تمویلیږي. دغه هېوادونه عبارت دي له: جنوبي سوډان، سومالیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، لایبریا، افغانستان، سوډان، یوګاندا او ایتوپیا.»
نړیوال پراختیايي مرکز همداراز خبرداری ورکړی چې د مرستو د کمېدو له امله، اته هېوادونه به له اقتصادي زیانونو سره مخ شي، چې افغانستان د درېیم زیانمن هېواد په توګه، له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخ دی.
سیر قریشي، د اقتصادي چارو کارپوه، وایي: «دا د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د عمومي څارونکي د دفتر وروستی راپور دی. په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ترهګریزو ډلو لکهد داعش د شتون له امله، اړتیا ده څو د امریکا د مرستو د قرارداد سپارلو په موخه د شریکانو ارزونه وشي، څو د امریکا د مالیه ورکوونکو بودیجه د ترهګرو ډلو او د دوی د متحدینو له لاسرسي څخه لرې پاتې شي.»
د دې ادارې د راپور په بله برخه کې راغلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر، د جنورۍ له ۲۴ راهیسې ټول هغه قراردادونه د افغانستان په ګډون په خطر لرونکو هېوادونو کې یې د خپلواکو سازمانونو له لارې د امریکا د متحده ایالاتو پروګرامونه څارل، درولې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د تازه راپور د خپرېدو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر د دې هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې یا د (یو.اس.اې.آی. ډي) څارونکی له دندې ګوښه کړی دی.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د عمومي څارونکي راپور وايي: « د جنورۍ په ۲۴مه د بهرنيو مرستو د پروګرامونو ځنډ، ټول قراردادونه او د درېیم شخص ټول څارنیز فعالیتونه ودرول، چې له دې ډلې د اوکراین، افغانستان، ایتوپیا، هايټي، غزه، عراق، لبنان، سومالیا، سوریې او وینزویلا په څېر د لوړ خطر لرونکي سیمې هم شاملې دي. دغه ځنډ د امریکایي مالیه ورکوونکو لخوا تمویل شویو مرستو د څار یوه بله مهمه لایه هم اغېزمنه کړه.»
خو له دې ټولو سره، د امریکا د مرستو محدودیت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځینې بشري مرستې هم زیانمنې کړي، لسګونه د بشري مرستو پروګرامونه بند شوي او خلک د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت له امله اندېښنه لري.
له دې وړاندې، د آمو یوې ارزونې وښودله چې په ۲۰۲۵ کال کې، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته، امریکا د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره هېڅ ډول مالي مرسته نده کړې، که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پروګرام لپاره یې د ۲۳۴ میلیون ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "نړیوال پراختیایي مرکز: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخامخوي"