نړۍوال بانک له مالیې وزارت سره تر مذاکراتو وروسته کابل کې خپل دفتر پرانیست

نړۍوال بانک له مالیې وزارت سره تر مذاکراتو وروسته کابل کې خپل دفتر پرانیست

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت او نړۍوال بانک ترمنځ له پرله‌پسې مذاکراتو وروسته، په کابل کې د دغه بانک دفتر بېرته پرانیستل شو.

نړۍوال بانک اعلان کړی، چې افغان شرکتونو ته د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پيلوي.

د رسمي اعلامیې له مخې، نړۍوال بانک د افغانستان له لوژستیکي او ودانیزو شرکتونو ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی. دا پیسې به شرکتونو ته په درې پړاوونو کې ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې هکله وايي:«نړۍوال بانک د افغانستان د لوژیستکي او رغنیزو شرکتونو د تثبیت شوو ارقامو له مخې، شاوخوا ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی، چې اوس به نړۍوال بانک دغه پورونه په څلورو پړاوونو کې، اړونده شرکتونو ته سپاري.»

د نړۍوال بانک له لوري د پورونو د ورکړې د بهیر پیلېدل د پراختیایي پروژو د بیا پیل، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.

ځینې شنونکي پر دې باوري دي، چې نور مالي بنسټونه هم باید د اسلامي امارت له خوا په افغانسان کې د خپلو فعالیتونو بېرته پرانیستل کېدو ته قانع کړای شي.

د اقتصادي چارو شنونکي میر شاکر یعقوبي طلوع‌نیوز ته وویل:«د نړۍوال بانک له لوري هغو شرکتونو ته د پورونو ورکول، چې د جمهوریت په دوره کې یې پروژې تطبیق کړې وې؛ خو تر اوسه یې خپلې پیسې نه‌وې ترلاسه کړې، یو ډېر مثبت ګام بلل کېږي. دا اقدام کولی شي د مرسته کوونکو (دونرانو) د باور په جلبولو کې هم مهم رول ولوبوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر هم وايي:«په اوسني حالت کې، موږ سخته اړتیا لرو، چې اسلامي امارت له ټولو ممکنه لارو ګټه واخلي، ترڅو ستر نړۍوال سازمانونه قانع کړي، چې خپلې پروژې په افغانستان کې بېرته پيل کړي؛ ځکه چې د هېواد اقتصادي وضعیت، عمومي حالت او سوداګریزو اړتیاوو ته په کتو، دا ادارې باید په افغانستان کې حضور ولري.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلونونو وروسته، د نړۍوال بانک په ګډون ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې خپلې مالي چارې او پراختیایي پروژې وځنډولې.

په وروستیو میاشتو کې، د مالیې وزارت او د نړۍوال بانک د استازو ترمنځ د مشورو په پیلېدو سره، د اقتصادي اړیکو د بیا احیا کېدو او د پورونو د ورکړې د دوام هیلې راټولکېدلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړۍوال بانک له مالیې وزارت سره تر مذاکراتو وروسته کابل کې خپل دفتر پرانیست"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*