
د هرات سيمه یيز مسوولين وایي دغه ولایت کې د نړۍوال ترمينل د جوړېدو چاري چټکې شوې دي
دغه ترمينل د شل میلیون ډالرو په ارزښت د درېيو کلونو په موده کې په درېيو برخو کې جوړیږي.
د پروژې لومړۍ برخه کې د پروژې رغنيزي چارې او د لس کيلومتره سړک قير کول، دویمه برخه کې د ودانیو جوړول او وروستۍ برخه کې د رسټورانټونو، لوبغالو او تفريحی پارکونو جوړول شامل دي.
د پروژې انجينر، عبدالخالق احمدي په دې اړه داسې وايي: «د دې ترمینل کار په درې پړاونو کې ترسره کېږي؛ د لومړي پړاو تړون یو کال دی چې په راتلونکو اوه میاشتو کې به بشپړ شي. کله چې دویم او درېیم پړاو هم بشپړ شي، د پروژې ودانیز کار به پایته ورسېږي.»
دغه ترمينل چې پر زر جريبه ځمکه جوړیږي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولين وایي، په معياري توګه به جوړ شي چې پکې به د مسافرو لپاره ټولې اسانتیاوې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت انجينر، محمد انور زاهد هم وايي: «د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د ښار ټرافیکي ګڼهګوڼه کمه شي او خلکو او مسافرو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. دا یو نړۍوال ترمینل دی او موږ کولی شو ترې پراخه ګټه واخلو.»
په دغه پروژه کې تر دوه سوه پورې کاريګر دا مهال په کار بوخت دي.
ډېری کارکوونکي هغوی دي چې وروستیو کې له ايرانه په جبري توګه ايستل شوي دي.
کارګر، سید احمد یوسفي وايي: «څو کاله مې په ایران کې تېر کړل او یو کال کېږي چې بېرته راستون شوی یم. دلته کاروبار ښه دی، ډېر خوشحاله یم چې دا ډول پروژې ګورم او خوشحاله یم چې په خپل هېواد کې کار کوم.»
یو بل کارګر، محمد الکوزی هم وايي: «دا ډول پروژې باید په ټول هېواد کې پیل شي څو زموږ خلک له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته په کار بوخت شي. له دې امله چې ډېر کارګران دلته په کار بوخت دي، ډېر خوشحاله یم.»
د ځمکني ټرانسپورټ دغه لوی ترمينل د هرات ښار په سوېل کې موقعیت لري چې له هرات له ښاره د مسافر وړونکو موټرو په تنظيم کې به ګټور تمام شي.
د هرات د اوسېدونکو په خبره په ښار کې د سترو موټرو د تګ راتګ له امله ډېر کله خونړۍ ترافيکی پېښي رامنځته کیږي.
منبع
د هرات سيمه یيز مسوولين وایي دغه ولایت کې د نړۍوال ترمينل د جوړېدو چاري چټکې شوې دي
دغه ترمينل د شل میلیون ډالرو په ارزښت د درېيو کلونو په موده کې په درېيو برخو کې جوړیږي.
د پروژې لومړۍ برخه کې د پروژې رغنيزي چارې او د لس کيلومتره سړک قير کول، دویمه برخه کې د ودانیو جوړول او وروستۍ برخه کې د رسټورانټونو، لوبغالو او تفريحی پارکونو جوړول شامل دي.
د پروژې انجينر، عبدالخالق احمدي په دې اړه داسې وايي: «د دې ترمینل کار په درې پړاونو کې ترسره کېږي؛ د لومړي پړاو تړون یو کال دی چې په راتلونکو اوه میاشتو کې به بشپړ شي. کله چې دویم او درېیم پړاو هم بشپړ شي، د پروژې ودانیز کار به پایته ورسېږي.»
دغه ترمينل چې پر زر جريبه ځمکه جوړیږي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولين وایي، په معياري توګه به جوړ شي چې پکې به د مسافرو لپاره ټولې اسانتیاوې وي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت انجينر، محمد انور زاهد هم وايي: «د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د ښار ټرافیکي ګڼهګوڼه کمه شي او خلکو او مسافرو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. دا یو نړۍوال ترمینل دی انړۍوال ترمينلو موږ کولی شو ترې پراخه ګټه واخلو.»
لومړی نظر وکړئ on "د هرات نړۍوال ترمينل به په درېیو پړاونو کې په ۳ کلونو کې بشپړ شي"