
نږدې ۱۳ زره تازه راستانه شوي د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت دي
د هرات سیمهییز چارواکي وایي، نږدې ۱۳ زره کسان چې په دې وروستیو کې له ایرانه را ایستل شوي، د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت دي.
هرات کې صنعتکاران ډاډ ورکوي چې د دغو تازه راستنو شویو او خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه ۳۰ سلنې زیات کړي.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس، محمد ناصر امین په دې اړه وایي: «موږ له ایران را ایستل شوي ۱۲ زره او ۶۰۰ کسان صنعتي ښارګوټي کې کارخونو ته معرفي کړې او هغوی اوس په کار بوخت دي. ځینو کارخونو خپله په اسلام کلا کې د کارموندنې اعلانونه کړي وو؛ چې ځینو یې ۳۰۰ کارکوونکي، ځینو ۲۰۰ او ځینو ۱۰۰ کسان ګومارلي دي. که د ټولو کارکوونکو شمېر یوځای کړو نو صنعتي ښارګوټي کې د کارګرو شمېر ډېر زیات شوی دی.»
د هرات والي، نور احمد اسلامجار و ویل: «د ځوانانو بوختیا د جرمونو، غلا، نشهيي توکو، بېځایه کېدو او ناقانونه کډوالۍ مخه نیسي.»
یو شمېر دغه را ایستل شوي چې تازه ګومارل شوي وايي، خوشاله دي چې له کلونو کډوالۍ، سختیو او بېبرخلیکۍ وروسته، اوس په خپل هېواد کې کار کوي او عواید لري.
غلام سعید هم یو له دغو کسانو دی، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې له ایرانه را اېستل شوی او اوس د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کیک جوړولو په یوه کارخونه کې کار کوي.
غلام سعید رسولي طلوعنیوز ته و ویل: «کله چې موږ په ایران کې وو، داسې ویل کېدل چې په افغانستان کې کار نشته او بېکاري ډېره ده خو کله چې دلته راغلم، داسې نه ده. دلته له ۲۰۰ تر ۲۲۰ کسان کار کوي او کار ښه روان دی.»
یوې صنعتي کارخونې چې تازه یې په هرات کې فعالیت پیل کړی، لسګونو راستنو شویو ته د کار زمینه برابره کړې. د دې کارخونې مسوولین وايي، د دغو کسانو له جذب سره هم مهاله د خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه دېرش سلنې زیاتوي.
د کارخونې مسوول، سعد خطیبي په دې اړه و ویل: «موږ چمتو یو چې سر له سبا د خپلو کارکوونکو معاشونه لوړ کړو. د هېواد ټولو صنعتکارانو ته زما وړاندیز دا دی چې خپلو کارګرو سمه پاملرنه وکړي، ځکه اوسني معاشونه د ژوند د اړتیاو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. کارګران پر موږ حق لري او دا یو اخلاقي مسوولیت دی چې لږ تر لږه د هغوی معاشونه ۳۰ سلنې لوړ کړو، څو د ارام ژوند زمینه ورته برابره شي.»
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ایرانه د را ایستل شویو افغانانو د جذب بهیر په داسې حال کې روان دی، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې یو میلیون او درې سوه زره افغانان د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
ډېری راستانه شوي وايي، خپل هر څه یې په ایران کې پاتې دي او تش لاس هېواد ته راغلي دي.
لومړی نظر وکړئ on "نږدې ۱۳ زره تازه راستانه شوي د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت دي"