په هرات کې یوې سوداګرې او متشبثې مېرمنې د خوارکي توکو بستهبندۍ شرکت او لاسي صنایعو کارخونې په جوړولو سره ۱۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د ملکه جامي په نوم د خوراکي توکو او پروسس شرکت مسوولې نفسګل جامي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، له بېوزله او بېپرسته ښځو د ملاتړ لپاره تل هڅه کوي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
نوموړې وايي، په بازارونو کې د خامو توکو شتوالي هغه وهڅوله چې له دغه فرصته په استفادې سره په یاد ولایت کې څه باندې سلو نورو ښځو ته د فعالیت او کار زمینه برابره کړي.
هغې له حکومته وغوښتل چې د ښځو د کار او فعالیت برخه کې ګټور اقدامات ترسره کړي.
ډېرې ښځې او نجونې چې له نوموړې سره په دغه شرکت کې کار کوي، د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړلکېد وروسته د کار کولو لپاره دلته راغلې دي.
دوی په دغه شرکت او کاخونه کې له کار کولو خوښې دي او وايي، له هغه راهیسې چې منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي، نو دوی په کارخونو کې کار کولو ته مخه کړې ده.
د هغوی په وینا، که څه هم د کار په بدل کې کمې پیسې ترلاسه کوي، خو دا چې کار کوي خوشحاله دي.
د یاد شرکت یوې کارکوونکې زهرا د دغه کارخونې له رهبرۍ د مننې ترڅنګ وویل، د دغه شخصي کارخونې په ملاتړ توانېدلې چې د اته کسیزې کورنۍ لپاره -چې سرپرستي یې دې ته ور له غاړې ده- د میاشتې شپږ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.
زهرا چې له خپلې میاشتنۍ تنخوا خوښه ده زیاتوي، د بېکارۍ او بېوزلۍ په اوسنیو شرایطو کې دغه پیسې د هغې د کورنۍ لپاره لویه مرسته ده او له حکومته غواړي چې د ښځو ملاتړ وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.
په ورته مهال، د یاد شرکت بلې کارکوونکې لیلا محمدي پژواک ته وویل، دوه کاله مخکې کله چې د یوولسم ټولګي زدهکونکې وه، د ښوونځي دروازو بېرته پرانیستو په هیله یې څو میاشتې کور کې تېرې کړې، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونز په زیاتېدو سره مجبوره شوه څو د لګښتونو پوره کولو لپاره کار وکړي.
د هغې په وینا، په یاد شرکت کې له پنځو میاشتو راهیسې د لاسي صنایعو برخه کې کار کوي او د میاشتې شپږ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې په دغه معاش کولای شي د یوه ځوان په شان هم د ځان او هم د خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.
په همدې حال کې، په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له سیاسي بدلون وروسته د سوداګرو ښځو شمېر لږ شوی و، خو د وخت په تېرېدو سره ښځو ته د کاري فرصتونو په برابرېدو او له هغوی په ملاتړ سره د سوداګرو مېرمنو شمېر بېرته ډېر شوی دی.
د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه ادیبا وزیري د دغه مطلب پخلی کوي او وايي چې د ښځینه سوداګرو شمېر له ۷۰ نه ۴۵۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
نوموړې زیاتوي چې له ښځینه سوداګرو د ملاتړ په برخه کې یې تل هڅه کړې څو ملي او نړۍوال بنسټونه د هغوی د کاروبار برخه کې مرستې ته وهڅوي.
د یادونې ده، په هرات ولایت کې د یاد شرکت ترڅنګ د ښځو په درېیو ځانکړو مارکېټونو کې ډېرې نورې ښځې هم پر کاروبار بوختې دي چې د مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې د مخکې په پر تله د ښځینه سوداګرو شمېر په مراتبو ډېر شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې یوې سوداګرې له ۱۰۰ ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده"