هرات کې تولید شوی مالوچ د لومړي ځل لپاره جرمني ته صادر شو

په لومړي ځل د هرات صنعتي ښارګوټي کې له پلاستیکي خځلو تولید شوی مصنوعي مالوچ جرمني ته صادر شوی دی.

په پام کې ده څو راتلونکو میاشتو کې۷۵۰ ټنه مصنوعي مالوچ جرمني ته صادر شي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د تېرکال په پرتله سږکال د دغه ولایت صادرات له پنځوس سلنې زیات شوي دي.

د یوې تولیدي کارخونې مسوول، عبدالرحمان مطمین و ویل:« لومړی ځل دی چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ممتاز جهان شرکت د ۷۵۰ ټنه مالوچ قرارداد مو له جرمني سره وکړ. موږ محصولات د څښاک له بوتلو تولیدوو. د هرې ۲۵ ټنه جوپې ارزښت تر ۲۱زره ډلرو ده.»

د دې کارخونې مصنوعي مالوچ تر دې وړاندې قزاقستان او ازبیکستان ته هم صادر شوی دی.

د هرات د کانونو او صنایعو خونه وايي د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو کیفیت ښه والي له امله کورني تولیدات بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم  و ویل: « نن له هېواده بهر د مالوچ د یوې جوپې د صادرولو شاهد یو. دغه جوپه امتحاني صادریږي څو د بهرنیو خوښ شي او راتلونکي کې ډېر څه صادر کړي.»

دغه مصنوعي مالوچ له پلاستیکي خځلو ترلاسه کېږي.
دا خځلې ښارونو کې تر راټولېدو وروسته د مصنوعي مالوچو تولید لپاره کاخونو راوړل کېږي.

هرات کې د تولیدي کارخونې کارکوونکي، عبدالرحیم محمدي په دې اړه و ویل: «  که دغه کارخونې په هېواد کې ډېرې وي، ډېر ځوانان په کار کیږي. دا د دې لامل کیږي چې بیا له هېواده بهر تللو ته اړ نشو، تر کله به په اوبو کې ډوبیږو یا به لارو کې مړه کیږو.»

د کاخونې یو بل کارکوونکي، حسین رحیمي هم و ویل: « دا چې په خپل هېواد کې په کار بوخت یم ډېر خوښ یم او اړتیا نشته څو بل هېواد ته کډوال شم.»

د مصنوعي مالوچو سربېره د هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدونکي غیر الکولي مشروبات، طبي او روغتیايي محصولات، مرمرو ډبرې، المونیمي لوښي، رخت، خوراکي توکي او ځینې نور تولیدات هم څو هېوادونو ته صادرېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پربنسټ په تېرو درېیو میاشتو کې د ۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پنځلس زره ټنه کورني تولیدات له هراته بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.

د دې خونې د مسوولینو په خبره د تېر کال پرتله سږکال د هرات صادرات له پنځوس سلنې زیات شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې تولید شوی مالوچ د لومړي ځل لپاره جرمني ته صادر شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*