هرات کې د هندواڼې او خربوزې فیستیوال جوړ شو

د هندواڼې او خټکي کلنۍ جشنواره د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په انګړ کې جوړه شوې ده.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله د هندواڼو او خټکيو په حاصلاتو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی دی.

خو د دې مېوې ټیټه بیه او د مناسب بازار نشتوالی کروندګر اندېښمن کړي دي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، پیر محمد حلیمي و ویل: هڅه کوو چې بهر ته هم د صادراتو زمینه برابره کړو. ځکه د افغانستان کرنیز محصولات لوړ کیفیت لري او هر هېواد هڅه کوي چې ښه کیفیت لرونکې میوه واخلي.

د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو موسم په را رسېدو سره، په کورنیو بازارونو کې د دې مېوې بیه په بیساري ډول کمه شوې ده

کروندګر، محمد رفیع زوري و ویل: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له کروندګرو سره مرسته وکړي، او بهر ته د هغوی د محصولاتو د  ایستلو لار برابره کړي او نورو اسانتیاو ته هم پام وکړي.»

یو بل کروندګر، بصیر احمد عظیمي زیاته کړه: «زموږ محصولات بازار نه لري، زموږ هندواڼې من په ۱۰ تر ۱۵ افغانیو پلورل کیږي، په داسې حال کې چې له بهره را وارد شوې میوه من په ۳۰ او ۴۰ افغانیو پلورل کیږي.»

د هندواڼو او خټکيو حاصلاتو موسم له را رسېدو سره سم، دا مېوه په بازارونو کې زیاته، خو د پلور کچه یې ټیټه ده.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، هڅه کوي چې ځینو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د هندواڼو او خټکیو د صاداراتو زمینه برابره کړي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوول، بشیر احمد بهادري و ویل: «په نږدې راتلونکې کې سوداګر او صادر کوونکي چې درې تنه پکې د کرنې له خونې هم دي، قزاقستان ته ځي چې وکړای شو د هغو میو لپاره لکه انګور، اینځر، خربوزې او هندواڼې، بازار پیدا کړو.»

هرات کې د میوه پلورونکو ټولنې رییس، عبدالاحد رحماني زیاته کړه: «کروندګر ته لګښت زیات دی او عرضه ورته کمه ده، تقاضا هم کمه ده. لویدیځ بازارونه د زر ټنه خربوزې ګنجایش نه لري.»

د هرات پر هندواڼو او خټکیو سربېره، هره ورځ شاوخوا یو زر او ۲۰۰ ټنه هندواڼې او خټکي له څېرمه ولایتونو، په ځانګړي ډول له فراه ولایت د پلور په موخه هرات ته راوړل کېږي.

خو د دغو مېوو زیاته برخه نه پلورل کېږي او دې چارې کروندګر زیانمن کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د هندواڼې او خربوزې فیستیوال جوړ شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*