هرات کې د ورښتونو د اوبو د جذب لپاره له ۸۰ زرو زیاتې څاګانې کیندل شوي

هرات کې د ورښتونو
منبع

هرات کې د ورښتونو د اوبو د جذب لپاره له ۸۰ زرو زیاتې څاګانې کیندل شوي

د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د اوبو د جذب، واورو ور ټولونې او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو لپاره تر اتیا زرو زیاتې څاه ګانې کیندل دي.

د هرات د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار، عبدالله احمدي و ویل: «په تېرو وختونو کې د ژورو څاګانو کیندل کم وو؛ خو په دې وروستیو کې زیات شوي دي. د اوبو د جذب څګانې په بازارونو، سوناګانو، موټر وینځلو ځایونو، صنعتي پارکونو، دولتي دفترونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او جوماتونو کې کیندل شوې دي او دا پروسه هره ورځ دوام لري او زموږ د تخنیکي کارکوونکو له لوري څارل کیږي.»

هرات ښار کې بیا د ډېری څاګانو د کیندلو لګښت د مېوه پلورونکو د ټولنې له لوري ورکړل شوی دی. 

د هرات د مېوه پلورونکو ټولنې مسوول، عبدالاحد رحماني و ویل: «د هرات ښار د مرکزي څلولارې شاوخوا شپاړس زره متر مربع سیمه کې د پنځلس مترو په ژوروالي سره ۲۱ جذبي څاګانې کیندل شوي دي. دا څاګانې ډېر ظرفیت لري او موږ هیله لرو چې د اوبو ضایع کیدو مخه ونیسو.»

د هرات اوسېدونکي، عبدالعظیم کریمي و ویل: « موږ دولس څاګانې کیندلي، چې یوه یې اصلي څاه ده. کله چې اوبه اصلي څاه ته ځي، دا څاه اوبه پاکوي او د پایپونو له لارې کوچنیو جذبي څاګانو ته ننوځي.»

د هرات بل اوسېدونکي، غلام فاروق سلطاني و ویل: « د باران اوبه چې کانالونو، ویالو یا حتی سیند ته ځي نه کارول کیږي. خو که جذبي څاګانو ته ځي، نو د ځمکې لاندې اوبو سره یوځای کیږي او موږ یې بیا کاروو.»

د جذبي څاګانو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره حیاتي بلل کیږي.

د کارپوهانو په خبره، په هرات کې له واورې او باران وروسته، د اوبو جذبولو کې د دې څاګانو رول مهم دی.

د چاپېریال د برخې کارپوه، جاسم اسلمي په دې اړه و ویل: « د ځمکې لاندې اوبو کارول خورا زیات شوي او موږ باید د باران له اوبو کار واخلو او په هره ممکنه لاره یې ځمکې ته ور جذب کړو. په ښار او له ښاره بهر جذبي څاګانې کولی شي په سیمه ییزه او چاپېریالي کچه د ځمکې لاندې اوبو لپاره د تغذیې سرچینه وي.»

دا جذبي څاګانې په داسې حال کې کیندل شوي چې په هرات کې په وروستیو کلونو کې د دوامداره وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره کمه شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د ورښتونو د اوبو د جذب لپاره له ۸۰ زرو زیاتې څاګانې کیندل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*