هرات کې د پښتورګو ناروغۍ پام وړ زیاتوالی

د هرات حوزوي روغتون مسوولین وايي، د پخوا پرتله دغه ولایت کې د پښتورګو ناروغۍ زیاته شوې ده.

د شمېرو پربنسټ په ورځني ډول نږدې ۱۵۰ ناروغان د هرات حوزوي روغتون – یورولوژي څانګې ته د درملنې لپاره ورځي چې ځینې یې عملیات او یا هم د پښتورګو پیوند ته اړتیا لري.

ددې څانګې د مسوولینو په خبره د پخوا په پرتله د پښتورګو ناروغۍ په پام وړ ډول زیاتې شوې دي.

د هرات حوزوي روغتون د یورولوژي څانګې مسوول، غلام رباني حبیبي وايي: «په پیل کې دغې برخې پنځه بسترونه درلودل، بیا لس بسترونو ته زیاته شوه، خو له ۱۳۹۲ کال راهیسې په همدې حالت پاتې ده. زموږ د پېښو شمېر ډېر لوړ دی، یوازې په یوه میاشت کې نږدې ۱۰۰ ناروغان په دې برخه کې عملیات شوي دي.»

د هرات حوزوي روغتون یورولوژۍ څانګې ته ورغلي ځینې ناروغان د امکاناتو له کمښت او عملیات لپاره له میاشتو انتظار شکایت کوي.

ناروغ، عبدالله وايي: «ډېر وخت مې د ادرار ستونزه درلوده او درې میاشتې مې د عملیاتو د نوبت انتظار وایست. اوس د عملیاتو وروسته، الحمدلله آرام یم.»

یو بل ناروغ، وکیل احمد رحماني هم وايي: «سونګرافي یې وکړه او پوه شوم چې دوه کاله وړاندې مې ګُردې زیانمنې شوې وې. درد مې درلود، خو زغملو مې.»

کمې اوبه څښل، ناسالم خواړه او انرژي تولیدونکو نوشابه څښل هرات ښار کې د پښتورګو ناروغیو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د ډاکټرانو په خبره ډېری ناروغان د معلوماتو نشتوالي او روغتون ته په وخت نه ورتګ له امله خپل پښتورګي له لاسه ورکوي.

ډاکټر، نذیر احمد شکاري وايي: «ناروغان اکثره د مناسبو خوړو رژیم نه لري او کافي مایعات نه څښي. د معلوماتو نشتوالی د ګُردو د تیږو او نورو ګُردوي ستونزو د رامنځته کېدو له اصلي لاملونو دي.»

د هرات حوزوي روغتون یورولوژي څانګه کې د پښتورګو ناروغیو ترڅنګ د پروسټاټ او ځینې نورو ناروغیو درملنه هم کېږي.

د امکاناتو کمښت له امله دلته د عملیات لپاره هر ناروغ باید شاوخوا څلور میاشتې انتظار وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د پښتورګو ناروغۍ پام وړ زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*