هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

منبع

هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

دغه نندارتون کې د ښځو او نجونو لاسي صنایع او هنري پنځونې نندارې ته ایښودل شوي او موخه یې د دغو صنایعو لپاره بازارموندنه بلل شوې ده. 

د نندارتون تنظیموونکې، سوسن کاظمي و ویل: «موږ په دې نندارې کې د افغانستان غالۍ، ګیلم، نمد او دغه راز د مینیاتورۍ اثار، د رسامۍ تابلوګانې، کوچني سفالي توکي، لیزري حکاکي او لاسي حکاکي نندارې ته اېښي دي.»

د دې نندارتون د جوړولو موخه د ښځو او نجونو د لاسي صنایعو او هنري پنځونو پېژندنه بلل شوې ده.

د نندارتون ګډونواله، نګیتا دراني وایي: «زموږ موخه دا ده چې د خپل کلتور او تاریخ دفاع وکړو او د هنر له لارې خپل فرهنګي میراث وساتو او نړۍوالو ته یې ورسوو.»

بلې ګډونوالې، ملیکا هاشمي و ویل: «نندارتون ښځو ته دا زمینه برابروي چې خپل هنر او صنعت په نړۍواله کچه وښيي او د هېواد اصالت او کلتور وساتي.»

د دغو ښځو په باور، د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د خلکو ملاتړ ډېر مهم دی. دوی دغه راز غواړي د افغان ښځو او نجونو لاسته‌ راوړنې نړۍ ته ور وپېژني.

ګډونوال، قریش ملک ‌زاده و ویل: «نندارتون یو ارتباطي پل دی، څو هنر له پولو واوړي او نور هېوادونه د افغانستان له هنر او هنرمندانو خبر شي.»

ګډونوالي، ثریا سادات و ویل: «دا نندارتون ډېر اغېزناک دی او د ښځو لاسي صنایعو ته وده ورکوي. دا نندارتون د ښځو لاسي صنایع نړۍوالو ته ورپېژني.»

دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی چې په وروستیو کلونو کې په هرات کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په تېرو څه کم درېیو کلونو کې، له زرو ډېرو ښځو او نجونو سوداګریز فعالیتونه پیل کړي او زرګونه نورو ښځو او نجونو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*