
هرات کې هنرمندې نجونه د میناتورۍ او تذهیب هنر ژوندی ساتي
له زده کړو دغو محرومو نجونو د میناتورۍ او سینګاري هنر (تذهیب) زده کړې ته مخه کړې ده.
دغه دوه هنرونه د هرات د هنري مکتب دوو بنسټیزو ستنو په توګه پېژندل کېږي.
دوی د میناتورۍ او سینګاري هنر (تذهیب) له زده کړې وروسته هڅه کوي چې د هرات دغو تاریخي هنرونو ته وده ورکړي.
د هنر زده کوونکې، آرزو مهندس زاده وايي: «موږ غواړو چې د هرات د لرغوني سبک تذهیب او میناتورۍ هنر د ښوونکو، زدهکوونکو او خپلو همکارانو په مرسته پراخ او پیاوړی کړو.»
د تذهیب او میناتورۍ هنرونو کې له ظرافت څخه کار اخیستل کېږي.
دغه نجونې په صبر او حوصلې سره په ورځو او اوونیو پر هرې دغې هنري پنځونې باندې کار کوي.
د هنر یوه بله زده کوونکې، فرسیلا نورزۍ هم په دې اړه داسې وايي: «په دې هنر کې ډېرې نازکۍ شته چې باید رعایت شي او ډېر وخت غواړي؛ خو زه کله چې د میناتورۍ او تذهیب پر هنر کار کوم، هیڅ نه ستړې کېږم.»
مونا ضیايي هم چې د دغه هنر زده کوونکې ده وايي: «د میناتورۍ هنر یو نازککاری هنر دی او سلګونه کاله لرغونتیا لري؛ له همدې امله مې وغوښتل چې دا هنر زده کړم.»
د هرات د سیمهییزو مسوولینو په خبره سینګاري هنر او میناتوري د هېواد د کلتوري او تاریخي پېژندګلوۍ یوه مهمه برخه ده.
دوی ډاډ ورکوي چې له هنرمنانو څخه ملاتړ کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ امر، حمیدالله غیاثي بیا وايي: «د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر د خاوندانو، په ځانګړې توګه د تذهیب او میناتورۍ د برخې له هنرمندانو سره په همکارۍ، له فرهنګي بنسټونو او هنري ګالریو سره ډېرې ښې اړیکې ټینګې کړې دي.»
میناتوري او سینګاري هنر (تذهیب) د هرات هنري مکتب مهمې برخې ګڼل کېږي.
دغه هنري مکتب چې بنسټګر یې استاد کمال الدین بهزاد دی د تیموریانو د عصر یا له شپږو پېړیو زیاته تاریخي مخینه لري.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې هنرمندې نجونه د میناتورۍ او تذهیب هنر ژوندی ساتي"