
هرات کې په لومړي ځل د ځمکې لاندې سړک جوړیږي
د هرات ښار په زړه کې لومړنۍ تر ځمکې لاندې سړک جوړیږي.
دغه سړک نږدې ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او د هرات ښار په تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکې برخه کې جوړېږي.
د هرات د ځايي چارواکو په وینا، دا په هېواد کې لومړنی تر ځمکې لاندې سړک دی.
د هرات والي، نور احمد اسلامجار په دې اړه وايي: « ویلای شو چې دا د افغانستان په تاریخ کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او ښاري خدمتونو لپاره لومړنۍ ستر پروژې ده چې د ښاروالۍ لخوا پيل شوې ده. زه ټولو اړوندو ریاستونو ته وایم چې هر څه په وس کې لري ترسره کړي څو د دې ملي پروژې کار حتی یوه ثانیه هم و نه درول شي.»
دا لاره د ګلانو له چوکه د مخابراتو تر واټ پورې جوړېږي.
دا پروژه، چې ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت لري، تر راتلونکو څلورو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ښاروالۍ ویاند ، محمد ناصر ارمل هم په دې اړه داسې وايي: « هغه پروژه چې نن یې د پرانیستنې شاهدان یو، د ښار په ګڼ میشته سیمه کې موقعیت لري. دا ټرانسپورټي ځمکې لاندې سړک د ښارنو له څلور لارې، د ګلها څلور لارې تر فرهنګ څلور لارې پورې غځېدلی دی.»
د هرات د ښار جوړونې رییس، عبدالله اکبري بیا وايي: « د همدې ډول پروژو اړتیا په مستوفیت سیمه، د پسته نمبر یوه سیمه، د ټانک مرکز سیمه او د شهرنو په برخه کې هم شته، څو د ټرافیکي وضعیت د ښه کېدو لپاره اسانتیا برابره شي.»
د دې تر ځمکې لاندې سړک جوړېدل د هرات ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼل کېږي.
د قراردادي شرکت مسوول، بشیراحمد رحمتي هم و ویل: « د دې پروژې په تطبیق سره به د ګلها څلور لارې او د سینما څلور لارې د ترافیکي ګڼهګوڼې له اتیا سلنې څخه زیاته برخه حل شي.»
د پروژې انجنیر ، نذیر احمد نور خپل نظر داسې څرګندوي: « د پروژې بل اړخ چې د بېرته تګ سړک پکې شامل دی، د راتلونکي کال په ترڅ کې د ښاروالي ریاست له خوا پرانیستل کېږي.»
د هرات ښار د هېواد له لویو ښارونو دی چې په وروستیو کلونو کې، د نفوس او وسایطو د زیاتوالي له امله ګڼه ګوڼه پکې ډېره شوې ده.
د کارپوهانو په وینا، د تر ځمکې لاندې لارو او د پلیو لارویانو لپاره د پلونو جوړېدل د ترافیکو د مدیریت او ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره یوه اساسي اړتیا دهم
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې په لومړي ځل د ځمکې لاندې سړک جوړیږي"