هرات کې یوې نجلۍ لسګونه ښځو او سړیو ته کاري زمینه برابره کړې ده

Loading

هرات کې یوې نجلۍ د بوټانو یوې کارخونې فعالولو سره لسګونه نورو ښځینه او نارینه وو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د دغې کارخونې مسووله کامله میرزایي وایي، له
زده کړو تر محرومېدو وروسته یې دا کارخونه فعاله کړې چې د کاري بوختیا
سربېره له زده کړو پاتې نجونو ته کاري زمینې هم برابرې کړي.


کامله میرزايي وایي: « ډېری ښځې چې مخکې یې
زده کړې کولې، اوس غواړي د بوټانو د تولید کار پیل کړي. موږ کولای شو له
دوی سره مرسته وکړو او دوی و ګومارو.»


دغه کارخونه کې بوختې ډېری نجونې له زده کړو پاتې کېدو وروسته دغه کسب ته مخه کړې ده.


دوی وايي، دغه کسب دوی نه یوازې له کورناستې ژغورلي، بلکې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته هم کوي.


د دغې کارخونې کارکوونکې، مریم طلوع‌نیوز ته و
ویل: « له هغو کسانو چې پانګې لري، غواړو چې ښځو ته دغه راز کارونه برابر
کړي، ځکه اوس نه ښوونځی شته او نه پوهنتون، چې ښځې پکې بوختې شي.»


یو بله کارکوونکې، راضیه وایي: « موږ ډېره
روحیه له لاسه ورکړې ده؛ خو د بوټانو دغه کارخونه کې تر دوو میاشتو کار
وروسته اوس ډېره ښه ده، او که ملاتړ مو وشي ډېره به خوښ شو.»


دغه کارخونه کې ځینې نارینه کارکوونکي هم په یوې جلا برخه کې د بوټانو په تولید بوخت دي.


دغه نجلۍ له ایرانه تر را ایستل کېدو او بیکارۍ وروسته دلته پر کار بوخت شوي دي.


کارکوونکي، حسن و ویل: « ایران کې مې دوه کاله
کار وکړ، خو چندان پيسې مې ترلاسه نه کړې او له کوره هم لیرې وم. د دې ځای
یو ګټه دا ده چې هر وخت وغواړم کور ته تللی شم.»


له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته ډېرو نجونو د کسبونو زده کړو ته مخه کړې ده.

منبع


لومړی نظر وکړئ on "هرات کې یوې نجلۍ لسګونه ښځو او سړیو ته کاري زمینه برابره کړې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*