هغه سقوط چې یقیني وه
العزایم چی یو وخت د خوارجیانو یوه پیاوړې او مشهوره رسنۍ وه، خو بغدادي غلامان په دی ورستیو کی د دې رسنۍ د نفوذ د ځپلو لپاره موازي او سیالي رسنۍ جوړوي. د خوارجانو د تش په نامه العزایم میډیا ختمیدل د دې ډلې د رسنیو پر آسمان په ښکاره ډول لیدل کیږي او نورې وړې اجیرې رسنۍ یې ځای ونیسي. العزایم چې یو وخت په مختلفو ژبو د تبلیغاتي هڅو او د «خراسان ولایت» تر عنوان لاندې د ګڼو هیوادونو په پوښښ باندی یی فخر کاوه په دی ورستیو کی له بغدادي خلیفه او د هغو د فرمانونو څخه د سرکښی له امله د خوارجو په منځ کی دا اندیښنه پیدا کړه چی ګواکي د بغدادی خوارجو صلاحیت او واکمنی یی ننګولي. موږ په تیرو کې د دې په اړه بیلابیل مسایل درلودل چې څنګه العزایم یوه فاسده جنایتکاره ډله سوه او خپل پر سر یی فتواګانی صادرولی او هر څه چی یی زړه غوښته کول یی. ددی ډلی دا کارونه ددی سبب سول چی د بغدادی خوارجو په منځ کی ویره پیدا سی او په دی لټه کی سول چی د العزایم د بی واکولو او نسکورولو لپاره باید یو کار وکړي.
العصابه چې موږ یی دلته د یوې بېلګې په توګه یادونه کوو یو د هغو رسنیو څخه ده چې د مرکزی داعش لخوا هغه هڅی انځوروی چی د پخوانیو بنسټونو د تبدیلو لپاره یی د نوی رسنیزو بنسټونو په جوړولو پیل کړی. دوی غواړی چی ټولي هغه پخوانی رسنی چی ددوی اوامرو ته غاړه نږدی نسکوری او بی اعتباره کړي.
العصابه چی یوه د دغو نوی رسنیو څخه ده، په خپله وروستۍ مقاله کې ادعا کړې چې نور به په رسمي توګه د خراسان، پاکستان، کشمیر، بنګله دیش، سریلانکا او مالدیپ لپاره د داعش پروپاګند دوی کوي. هغه جغرافیه چې العصابه یې د پوښښ ادعا کړی، دا ښییی چی دا نوې ډله د العزایم سره موازي او سیالي ډلي په توګه جوړه سوی ده. د دغو دوو ډلو تر منځ رسنیز ټکر په حقیقت کې د خراسان په جغرافیه کې د مرکزي داعش او خراسانی داعش تر منځ د پراخې ترنګیلتیا بهیر دی. داسې ښکاري چې دا کار د مرکزي داعش لخوا یوه قصدي هڅه ده چې په خراسان کې د داعش د رسنیو مشروعیت او واک له منځه یوسي.
برسېره پر دې، د دي وروستي اقدام معنا دا هم کیدی سي چې مرکزي داعش نور پوه سوی دی چې نسي کولی د مرکزي سیسټم په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ویره لري چې د دوی سیمه ایزې څانګې به د دې ډلې څخه جلا سي او واک به یی ور و ننګوي.
سربیره پردې، العزایم په دې وروستیو کي په خپلو نشراتو او خپرونو کې د پام وړ ننګونو سره مخ سوی دی. په ځانګړې توګه دوی د اصلي او نوي موادو له کمښت سره مخامخ دي. دا د پام وړ کمښت چې موږ یې په اړه خبرې کوو د دې ډلې لخوا په تولید سوي وروستیو مجلو او ویډیوګانو کې له ورایه ښکاري. په دې وروستیو کې، داعش یوازې د نړۍ له نورو برخو څخه خپلې زړې ویډیوګانې او عکسونه راټولوی او په بیا بیا یی کاروي او ځینې وختونه خو حتی هغه لا نسی پیدا کولای او د مصنوعي زرکتیا په کارولو سره جعلي توکي جوړوي.
په لنډه توګه، د العزایم یقینی سقوط په اصل کی د داعش د پراخه خپلمنځی ستونزي او ټوټه ټوټه کیدل په ګوته کوي. لکه څنګه چې مرکزی داعش د باییلی کنترول او مشروعیت د بیرته لاس رواړنی لپاره هڅی ګړندی کړی دا ددی ډلی ویره او زوال ښیی. دا روښانه ده چې د داعشیانو هغه پخوانی قوي د پروپاګند ماشین نور زوړ او په ټپه دریدلی دی. د العصابه په څیر د نویو رسنیو رامینځته کیدل د داعش په ستراتیژۍ کې د بدلون په معنا دی. او دوی اوس پر دی ټینګار کوی چی د دوی پخوانی رسنی په لری پرتو سیمو کی کمزوری کړی. په عین حال کې، دا پیښې پر دی ټینګار کوی چی مرکزی داعش پر خپلو فروعواتو واک او کنترول له لاسه ورکړی. العزایم چی یو وخت یی ویره خپرول او خپل بقا یی په تهدید او ویره کی لټول نن خپله ویریږي او د سقوط سره مخ ده.
شریک یي کړئ
لومړی نظر وکړئ on "هغه سقوط چې یقیني وه"