سږکال هېواد کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوي

Loading

 صنایعو او کانونو خونه هم وایي، که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به د پام وړ وده وکړي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، روان هجري لمریز کال کې په هېواد کې په بېلابېلو سکټورونو کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې دي. 

د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه موده کې ۲۱۷ تولیدي ماشینونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.

هغه په زیاته کړه: « د ۱۴۰۳ هجري کابل له پیله تر دې دمه ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې او ۲۱۷ ماشینونه هېواد ته وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ۶۱۴ کارخونې جوړې شوې وې او یو زر او ۹۸ ماشینونه هم هېواد ته وارد شوي وو. دا د پانګونې او کورني تولید زیاتوالی ښیي.»

د چارو ځينې شنونکي له صنعتکارانو له ملاتړ سربېره وايي، د افغانستان د اړتیا وړ ډېری توکي له همدې تولیدي کارخونو برابرېږي.

د صنایعو او کانونو خونه هم وایي، که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به د پام وړ وده وکړي. 

د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته و ویل: « له نېکه مرغه سږکال موږ افغانستان کې د صنعتي پانګونو شاهد وو، افغانستان کې د کوچنیو صنایعو ملاتړ د انرژۍ د تامین، ځمکې د وېش او دغه راز د هغو توکو واردولو په برخه کې چې تعرفه یې لوړه ده، د افغانستان د صنعت پراختیا لپاره مهمه ده.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم له صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي، د افغانستان د اړتیا لویه برخه په هېواد کې د بېلابېلو صنایعو له تولیداتو برابریږي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « ډېری تولیدي کارخونې د امکاناتو له نشتون سره مخ دي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، شمس الرحمن احمدزي هم و ویل: « زموږ تولیدي کارخونې اوس مهال ځمکې نه لري، د ځمکې او برښنا نشتون کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۸ صنعتي پارکونو کې په بېلابېلو سکټورونو کې څه باندې پنځه زره کارخونې فعالیت لري چې افغانستان یې په ځینې سکټورونو کې ځان بساینې او نیمه ځان بساینې ته رسولی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سږکال هېواد کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*