
هېواد کې د بټرۍ جوړولو پر فابریکو ۱۱۰ میلیونه ډالر پانګهونه شوې
په افغانستان کې د نورو صنعتونو له پراختیا سره، د بټرۍ جوړولو صنعت هم د ودې په حال کې دی؛ دا مهال هېواد کې داسې فابریکې هم شته چې هره ورځ ۳۰۰۰ بټرۍ ټولیدوي.
په دې فابریکه کې نږدې ۲۰۰ کسان په کار بوخت دي او د تولید بهیر یې په درې جلا برخو کې روان دی.
بټرۍ له تولید وروسته په هر پړاو کې د پرمختللو ماشینونو او دغه راز د کارګرانو لهخوا په دقیق ډول ارزول کېږي، څو له تخنیکي پلوه هېڅ ستونزه ونه لري.
د فابریکې مدیر، جمشید محمودي په دې اړه طلوعنیوز ته وویل: «په دې فابریکه کې د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو په کارولو سره د پانګونې اندازه نږدې ۲۰ میلیونه ډالره ده.»
د کیفیت د کنټرول په برخه کې، څو ځانګړي وسایل بټرۍ ارزوي څو تولید شوي محصولات له ټاکل شویو معیارونو سره برابر وي.
د ماشینونو ترڅنګ د کارګرانو حضور هم د تولید او ارزونې بهیر کې دقت یقیني کوي.
د محمد شهرام په نوم د دې فابریکې یوه کارکوونکي وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې زموږ په هېواد کې د کار زمینه زیاته ده او په دې فابریکه کې تولید هم ډېر دی او عواید هم لرو.»
دغه راز د منګل په نوم یوه بل کارکوونکي وويل: «موږ له نورو پانګهوالو او سوداګرو غوښتنه کوو چې په هېواد دننه پانګهونه وکړي، څو خلکو ته د کار نور فرصتونه هم برابر شي.»
په ټول افغانستان کې د بټرۍ جوړولو نږدې ۱۱ فابریکې فعالیت لري چې په دې برخه کې په ټولیز ډول نږدې ۱۱۰ میلیونه ډالر پانګهونه شوې.
دا فابریکې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې نورو هېوادونو ته هم صادرات لري.
د بټرۍ جوړولو فابریکې د ټولنې سلاکار، عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: «ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د بټرۍ جوړولو په برخه کې دوه نورې فابریکې هم خپل فعالیت پیل کړي. دا مهال په افغانستان کې د بټریو بېلابېل ډولونه تولیدېږي چې له دې جملې سولري، ایماف او چارجلرونکې یادولی شو او دا ټولې بټرۍ د نړۍوالو معیارونو سره سمې جوړې شوې دي.»
خو د بټریو جوړولو د فابریکو تر ټولو لویې ستونزې د برېښنا کمښت، د خامو موادو نشتوالی او هېواد ته د بټریو زیات واردات دي چې تر ډېره یې د کورني تولید پر بهیر منفي اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هر کال خپلې د اړتیا وړ بټرۍ له چین، متحده عربي اماراتو، هند، ترکمنستان، پاکستان، کوریا، ترکیې، ایران، ویتنام او جاپان څخه را واردوي او په مقابل کې یې سږ کال په افغانستان کې تولید شوې بټرۍ تاجیکستان او متحده عربي اماراتو ته صادرې شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د بټرۍ جوړولو پر فابریکو ۱۱۰ میلیونه ډالر پانګهونه شوې"