هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه؛ ځوانان وایي کار نشي موندلی

هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه؛ ځوانان وایي کار نشي موندلی

په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ ستونزه نوې نه ده، خو له ايران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري را ستنولو دا ستونزه پراخه کړې ده.

يو شمېر هغه ځوانان چې د ورځنيو اړتياوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د کاري فرصتونو له نشت شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی امرالله وایي: «هر چېرته چې د کار لپاره ځم، کار او غریبي نشته او چا تر اوسه د کار لپاره نه یې ګمارلی خو زه یې بیا هم په لټه کې یم.»

د کابل اوسېدونکی شعیب بیا داسې وایي: «د بې روزګارۍ له امله ډېری ځوانان په نشو روږدي شول او غله شول. دا ځکه چې بې روزګاره دي.»

له بلې خوا، يو شمېر را اېستل شوي کډوال وايي، بې‌روزګارۍ وطن پرېښودو ته اړ کړي وو او اوس چې بېرته راستانه شوي، له اسلامي امارت غوښتنه لري چې د کار زمينه ورته برابره کړي.

له ايران را اېستل شوی محمد وایي: «د خدای شکر، موږ په هېواد کې د امنیت له شتون راضي یو خو دلته دې زموږ لپاره د روزګار زمینه هم برابره کړي او نجونې دې هم ښوونځیو ته پرېږدي.»

اقتصادي شنونکی خبرداری ورکوي چې که د بې‌روزګارۍ د مديريت لپاره عملي اقدامات ونه شي؛ نو دا ستونزه به د ټولنیزو او اقتصادي ناورینونو سبب شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وایي: «اړتیا ده چې په هېواد کې پانګونه وشي. د پانګونې لپاره باید دولت ځینې هڅونکې تګلارې په پام کې ونیسي. پر مالیاتي معافیتونو فکر وکړي، د سبسایډي پر ادا کولو فکر وکړي او د تعرفو مدیریت ته پام وکړي نو نه یوازې کورني بلکې بهرني پانګوال هم پانګونې ته هڅیږي.»

په همدې حال کې، د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو کلونو کې يې په ټول هېواد کې تر ۴۰۰ زرو ډېر کاري جوازونه وېشلي دي.

د دغه وزارت د وياند په وينا، له دې شمېرې ۱۰ زره کاري جوازونه د بهرنيو وګړو لپاره ورکړل شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند سميع‌الله ابراهیمي داسې وایي: «هڅه دا ده چې په هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزې ته رسېدونه وشي او هغه هېوادوال چې بې رزوګاره دي هغوی ته د کار زمینه برابره شي. په همدې موخه په هېواد کې د لویو متوسطو او لویو برخو کې د هېواد بشري ځواک ته د کار زمینه مساعده شوې ده.»

 د نړيوال بانک د وروستيو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ کچه لا هم لوړه ده.

دغه بنسټ په وروستيو کلونو کې نازک اقتصادي وضعيت، اقلیمي بدلونونه، د پانګونې محدوديتونه، د نړیوالو مرستو کموالی، او بانکي محدودیتونه، د بې روزګارۍ د زیاتېدو له اصلي لاملونو ګڼلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه؛ ځوانان وایي کار نشي موندلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*