
هېواد کې د تودوخي له امله د ماشومانو په منځ کې د موسمي ناروغیو زیاتوالی
د هوا د کم سارې تودوخې له امله، کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ته د موسمي ناروغیو د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی.
ډاکټران وایي، ډېری ناروغان په ځانګړې توګه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د نسناستي او د جسمي کمزورۍ له امله دغه روغتون ته راوړل کیږي.
د اندراګاندي روغتون د داخله څانګې مسوول، محمدعارف حسنزي و ویل: «د ماشومانو په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ د ۲۵۰ ناروغانو له ډلې، شاوخوا له ۱۶ تر ۲۰ ماشومان بستر کیږي.»
پر تودوخې سربېره د روغتیایي اصولو نه مراعتول او د عامه پوهاوي نشتوالی هم د دغو ناروغیو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
ډاکټر، مجتبی صوفي په دې اړه وایي: «له خپلو هېوادوالو مې هیله ده چې روغتیايي اصولو ته ډېره پاملرنه وکړي، له شپه د پاتې خوړو ډډه وکړي، لاسونه په صابون و وینځي او له هغو ځایونو ډډه وکړي چې ساري ناروغۍ پکې زیاتې دي.»
د یوه ناروغ ماشوم مور، فاطمه وایي: «زوی مې ۱۵ ورځې د قرهباغ په روغتون کې بستر و، وروسته بیا ناڅاپه په نسناستي اخته شو.»
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د هوا د بېمخینې تودوخې راپورونه ورکړل شوي او خلک د ناروغیو زیاتوالي ته اندېښمن دي.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د تودوخي له امله د ماشومانو په منځ کې د موسمي ناروغیو زیاتوالی"