هېواد کې د توپانونو او سېلابونو زیانمنو شویو سره د نړۍوالو بنسټونو مرستې

Loading

د ماشومانې ژغورنې صندوق، د ژغورنې نړۍواله کمېټه او اروپایي ټولنه وایي، ننګرهار کې د وروستیو توپانونو او ورښتو له امله زیانمنو شویو سره لازمې مرستې کوي. 

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وایي، د توپانونو او ورښتو له امله زیانمنو سیمو ته یې سیار ټیمونه رسېدلي څو له اړمنو سره لومړنۍ مرستې وکړي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: « نړۍوالو بنسټونو ته باید و ویل شي چې داسې تګلاره جوړه شي څو مرستې اړمنو ته ورسیږي.»

سره له دې چې افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی او څه د پاسه ۲۳میلیونه خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري، اقلیمي بدلونونو او وروستیو توپانونو اوسېلابونو له امله هم ډېر زیانمن شوی دی. 

له دې سره هم مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام هم وایي، بغلان، فاریاب، غور، کونړ، لغمان او ننګرهار کې یې څه باندې ۱۲۵ زره سېلاب ځپلو سره مرستې کړې دي. 

د خوړ نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیا‌‌ءالدین صافي وایي: « د افغانستان په ختیځ کې د تېزو بارانونو له امله سېلاب لسګونه کورونه اغیزمن او سلګونه نور یې زیانمن کړي دي. سیمه کې زموږ د څار ټیمونه شته دي او د دوی راپورنه به له موږ سره مرسته وکړي څو زیانمنو ته د اړتیا وړ مرستې ورسوو.» 

د اقتصاد وزارت بیا وایي، هڅه کوي چې د نادولتي مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ننګرهار کې د وروستیو توپانونو او ورښتو له امله زیانمنو شویو ته د خوړو او سرپناه په ګډون د اړتیا وړ مرستې ورسوي. 

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: « اقتصاد وزارت له غیر امارتي او مرستندویه بنسټونو سره لازمه همکاري کړې او د زیانمنو شویو سیمو سروې ترسره شوې او بېړنیو مرستو او روغتیایي خدماتو له رسېدنه ډاډ ترلاسه شوی دی.»

ننګرهار، کونړ، بدخشان، پنجشېر او کاپیسا کې د توپانونو، سېلابونو او ورښتو له امله هېوادوالو ته د ځاني زیانونو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د توپانونو او سېلابونو زیانمنو شویو سره د نړۍوالو بنسټونو مرستې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*