
هېواد کې د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې وزارت هڅې
د وچکالۍ د زیاتېدو او د ځنګلونو د کمېدو له ګواښونو سره هممهاله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د ځنګلونو د ساتنې او د هغو د ناقانونه وهنې او قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ اقدامات شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان نږدې دوه میلیونه هکټاره ځمکه د ځنګل تر پوښښ لاندې ده چې د هېواد د ټول مساحت څه باندې ۲.۸ سلنه کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، شېرمحمد حاتمي وویل: «په وروستیو څو کلونو کې د سرسبزۍ او شنو سیمو د پراخولو په موخه له سلو میلیونو څخه ډېر نیالګي او قلمې کرل شوي او سږ کال هم ۱۶ میلیونه نور نیالګي کرل شوي دي.»
بلخوا، د چاپېریال ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د ځنګلونو د ساتنې سمه تګلاره کولی شي د زرغونو ساحو په پراختیا، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په کمولو، د ویجاړوونکو سیلابونو په مخنیوي او د ملي عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه، سیدمحمد سلیمانخېل وویل: «ځنګلونه د انسانانو لپاره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو مهمه سرچینه او همکار دي او اوس چې د قاچاق مخه تر یوه بریده نیول شوې، دا فرصت برابر شوی چې دولت او نورې ادارې د ځنګلونو د بیا راژوندي کولو لپاره هڅې وکړي.»
د چاپېریال ساتنې یوه بل کارپوه، نجیبالله سدید وویل: «د نیپال هېواد هم د افغانستان په څېر د ځنګلونو د کمښت له برخلیک سره مخ و، خو د دې هېواد دولت داسې قوانین جوړ کړل چې خلک د ځنګلونو مالکین شي او هڅه وکړي چې ځنګلونه پرې نه شي، دغه اقدام لامل شو چې ۲۵ کاله وروسته د دې هېواد ځنګلي پوښښ دوه چنده زیات شي.»
د کرنې وزارت دغه راز اعلان کړی چې د ځنګلونو په څارنه او ساتنه کې د خلکو د ونډې زیاتولو لپاره ځایي ټولنې او د «شنې قطعې» ډلې جوړې شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو لهمخې، د دغو پروګرامونو په پلي کولو سره، د ځايي ټولنو همکاري د چاپیریالي پروژو په بریالیتوب کې مهم رول لوبوي.
لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د ځنګلونو ساتنې لپاره د کرنې وزارت هڅې"