واشنګټن وايي افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې په لومړیتوب کې دی

0
0

Loading

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې په لومړیتوب کې دی.

متیو میلر وویل، د افغانستان اړوند مسلې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړی استازې او د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا اداره کیږي.

هغه د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان د امریکا د بهرنۍ تګلارې لپاره لومړیتوب لري، وویل: «بلکل یې لري.»

متیو میلر وویل چې د افغانستان اړوند مسلې اوس مهال د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیره کرن ډېکر، د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو په وزارت کې د مارک پومرشیم له‌خوا اداره کیږي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ له خپلې دندې استعفا کړې.

د ښاغلي بلینکن د څرګندونو له مخې، ټام ویسټ به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر مشر وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په تېرو څلورو کلونو کې د ټام ویسټ د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه په ​​افغانستان کې د امریکا تګلارې په ښه توګه پلې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "واشنګټن وايي افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې په لومړیتوب کې دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*