
وروسته له هغې چې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله د اتاري – واګه بندر وتړل شو ورسره جوخت د افغانستان سوداګري هم له هند سره پرې شوې ده.
د اتاري- واګه لاره چې د پاکستان له لارې له هند سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان یوه له لنډو او ارزانو ټرانزیټي لارو ده، د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو له امله تړل شوې ده.
دغه وضعیت د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.
افغان سوداګر، امید حیدري په دې اړه داسې وايي: “افغانستان، هند او پاکستان له یوه بل سره ټینګې اقتصادي اړیکې لري او موږ د هند او پاکستان له مشرانو هیله لرو چې پېښه شوې موضوع په سوله بدل کړي، او موږ هیله مند یو چې هغه ستونزه چې اوس مهال د صادرونکو، په ځانګړې توګه د کرنیزو محصولاتو لپاره، رامنځته شوې ده، ژر حل شي.”
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان هر کال د واګه بندر له لارې له هند سره شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
د دې خونې د مسوولانو په وینا، که دا لاره تړلې پاتې شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه د پاموړ راټيټه شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی هم بیا وايي: “موږ فوق العاده زیانمن شوي یو، په ځانګړې توګه د افغانستان وچې میوې برخه کې، اوس مهال بندرونه تړل شوي او رښتیا هم ستونزې ډېرې دي. اوس مهال د وچو میوو وخت دی او وروسته له دې، یانې دوه میاشتې وروسته د تازه میوو وخت راځي. موږ هیله من یو چې تر هغې پورې دغه ستونزه حل شي او اوس مهال له بده مرغه زموږ سوداګري له هند سره له همدې لارې په بشپړه ډول درېدلې ده.”
د افغانستان ډېره وچه مېوه هم له همدې لارې هند ته صادرېږي.
د وچو میوو د صادروونکو ټولنه وايي چې د صادراتو لپاره بدیلې لارې ډېرې ستونزمنې دي.
د کابل د وچې مېوې د صادروونکو د ټولنې ویاند، خالد رحماني هم خپل نظر دا ډول څرګندوي: “د افغانستان د وچو میوو تر ټولو زیات صادرات د واګه-آتاري بندر له لارې هند ته واردیږي. د بدیلې لارې په توګه، هوایي دهلېزې او چابهار بندر شته، خو له بده مرغه د چابهار بندر د زیربناو د نشتوالي له امله، د صادرونکو سوداګرو لپاره دا بندر په مؤثره توګه د استفادې وړ نه دی.”
د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان د اتاري-واګه پوله تر هغې وروسته وتړله چې وسله والو بریدګرو د اپریل پر ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې پر سیلانیانو برید وکړ، چې لږترلږه ۲۶ کسان یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
لومړی نظر وکړئ on "د واګه بندر تړل کېدل او د افغانستان پر سوداګرۍ یې اغېزې"