
د تخار د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيايي مرکزونو کمښت او د سړکونو خرابوالي له امله اندېښنه څرګندوي.
د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وایي چې د روغتيايي مرکزونو نشتوالي او د سړکونو خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی د سرپرست حکومت له مسؤلینو غواړي چې دغو ستونزو ته يې رسیدنه وکړي.
د تخار د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکی، ګدا محمد په دې اړه وايي: «زموږ یوه ستونزه دا ده چې زموږ سړک خراب دی او بله دا چې له کلینیک لرې یو. کله ناکله داسې حالات راځي چې مجبورېږو خپل ناروغ تالقان ته یوسو. د ناروغ د لېږد او درملنې لګښتونه په نورو سیمو کې ډېر لوړ دي چې بې وزله خلک یې د ورکړې وس نه لري.»
د تخار د ورسج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، عبدالله هم په دې برخه کې داسې وايي: «د دې سیمې خلک او هغه کسان چې دلته د تفریح لپاره راځي، له ستونزو سره مخ دي. په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، له کلینیک ۲۵ کیلومتره واټن لري. زموږ ناروغان، په ځانګړي ډول ولادي ناروغان، له سختو ستونزو سره مخ دي.»
ورته مهال بيا د تخار د والي ویاند وایي چې سیمه ییز مسوولین هڅه کوي د دې ولایت د لرې پرتو ولسوالیو د خلکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
د تخار د والي ویاند، محمد عارف عارف بیا و ویل: «دولس کیلومتره سړک د خلکو او سیمهییز حکومت ترمنځ د همغږۍ له لارې جغلاندازي شوی او په همدې توګه باید ووایم چې د روغتیايي ستونزو په برخه کې د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ، په دې ولسوالۍ کې یو روغتون منظور شوی چې مقدماتي کارونهیې ترسره شوي او ځمکه هم ورته ځانګړې شوې، چې ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.»
ورسج نږدې درې زره کيلو متر مربع پراخوالی لري او شاوخوا ۵۰ زره خلک پکې ژوند کوي او د تخار ولايت يوه له هغو ولسواليو څخه ده، چې د سياحت لپاره مناسب ځایونه لري، چې د کال په بېلابېلو موسمونو په تېره بيا پسرلي او اوړي کې ګڼ شمېر بهرني او کورني سيلانيان ترې ليدنه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي او کلینک له نشتوالي شکایت کوي"