ټرمـپ او افغانستان؛ د واشنګټن راتلونکې اړیکې به له کابل سره څه ډول وي؟

ډونالډ ټرمـپ چې، د امریکا د اوه څلوېښتم ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د خپلې ټاکنیزې سیالۍ پر مهال د نړۍوالو مسایلو سربېره، د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې وې.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی، د بګرام اډې سپارل، هېواد کې د امریکايي جنګي وسایلو پاتې کېدل، هغه مسایل وو چې، ترمپ تل پرې نیوکه کړې ده.

هغه یوځل په خپل یوه ټاکنیز کمپاین کې ویلي و چې، په ټاکنو کې د بریا په صورت کې، د بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د امریکا په ټاکنو کې نوماندان معمولاً ځینې ژمنې کوي؛ خو په عمل کې کوم کار نه‌کوي. ډونالډ ترمپ هم د خپلې ولسمشریزې په لومړۍ دوره کې هم ځينې ژمې کړې وې چې، عملي نه‌شوې کړای. له دې امله چې، د امریکا بهرنی سیاست له مخکې چمتو او تریبت شوی دی.»

خو اوس چې، ډونلډ ټرمـپ د امریکا په ټاکنو کې بریالی شوی، د کابل پر وړاندې د واشنګتن کړنلار به څه وي؟

د نړیوالو چارو شنونکی سید ضیا حسیني وايي:«شونې ده چې، له ځینو کړنلارو سره لومړیتوبونه تعرف کړي. د افغانستان په تړاو د مخکینیو لومړیتوبونه بحث د سولې لومړیتوب و یا د خبرو اترو دوام و، شونې ده چې، دا په یو ډول بدلون وکړي چې، هم وکړای شي په نړۍ کې عامه افکار او د خلکو قناعت ترلاسه کړي او هم وکړای شي چې، اسلامي امارت دنننه په افغانستان کې یوې مثبتې او جوړونکې پایلې او له نړۍ سره تعامل او د بندیزونو د لرې کولو ته لاسرسی پيدا کړي، نږدې کړي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی سید عبادالله صادق هم څرګندوي:«ولیدل شي چې، ټرمپ خپل پخواني سیاستونه تعقیبوي او که نه؟ یا د ټولنې د عیني واقعیتونو پر بنسټ، نړۍ چې، اوس له یوه قطبي والي څخه دوه قطبي یا هم درې او څلور قطبي‌والي لوري ته د بدلون په حال کې ده، بدلون ورکوي.»

بل لور ته ډونالډ ټرمـپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا له اعلان سره ویلي چې، تر دې وروسته به خپل هېواد یوې طلايي دورې ته دننه کړي.

منابع

لومړی نظر وکړئ on "ټرمـپ او افغانستان؛ د واشنګټن راتلونکې اړیکې به له کابل سره څه ډول وي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*