ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.
په دې ټاکنو کې چې ویل کېږي ډیره نژدې سیالي وه، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جیمز ډیویډ ونس وتوانېدل چې سپینې ماڼۍ ته لاره مومي.
ډونالډ ټرمپ د جدي ګوندي مبارزو وروسته په رسمي توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه ونومول شو.
ډونالډ ټرمپ چې یو سوداګر دی، په ۲۰۱۶ کال کې وتوانېد چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړي او ولسمشر شي.
ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې، د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن په وړاندې ماتې وخوړه.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په بېلابېلو قضیو کې محکمې ته حاضر شو. خو هغه تل په ټولو قضیو کې خپله بې ګناهي اعلان کړه.
لاسته راوړنې او سرخوږي
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په جریان کې (۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱) څو لوې لاسته راوړنې درلودې. دغه جمهوري غوښتونکي ولسمشر د مالیاتو کمولو او دندو قانون تصویب کړ، چې د شرکتونو د مالیاتو کچه یې راټیټه کړه چې موخه یې د اقتصادي ودې هڅول وو.
د ټرمپ د لومړۍ دورې حکومت د مقرراتو په کمولو په ځانګړي توګه د چاپیریال او مالي سکتورونو کې د کارو بار په هڅولو باندې تمرکز وکړ. د ټرمپ مخکنۍ اداره په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۷ کې د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه ووتله. هغه همداشان د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاست کې په یو اړخیزه ډول د ایران اټومي تړون څخه هم ووت، هغه اقدام چې د ډیموکراتانو له سخت مخالفت سره مخ شو.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په څلورو کلونو کې له چین سره په سوداګریزه شخړه کې ښکېل و او بیجینګ یې په غیرعادلانه سوداګریزو معاملو تورن کړ.
هغه همداشان د کډوالۍ سختې تګلارې په لاره واچولې چې پکې پر پولې دیوال جوړول او امریکا ته د “مسلمانانو په راتګ بندیز” شامل وو.
د متحده ایالاتو اقتصاد د کرونا وبا تر خپریدو دمخه د پام وړ وده درلودله. په هغه دوره کې، د بیکارۍ کچه ټیټه او د ونډو مخ په ودې و. خو د کوویډ – ۱۹ وبا پر وړاندې د ټرمپ د انتقادونو سره مخ شو.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې درې ځلې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وکتل او هڅه یې وکړه چې دغه هېواد له اټومي وسلو پاک کړي، خو دا هڅې بې پایلې پاتې شوې او د جوبایډن له واک ته رسېدو وروسته شمالي کوریا څو ځلې بالستیک توغندي وازمایل، چې خپل بین القاروي بالستیک توغندی هم وازمایه.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار ادعا کړې وه چې که ولسمشر وای نو پر اوکراین د روسیې برید او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس زړه بوږنونکی برید به نه وای شوی. هغه دا هم ویلي وو چې که ولسمشر شي، هغه به د راتلونکي جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د سفر کولو دمخه دواړه جګړې حل کړي، خو دا یې مشخص نه کړل چې څنګه به دا کار وکړي.
ټرمپ هېڅکله د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې خپله ماتې ونه منله او د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته یې ادعا کږله چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
د ټرمپ دغه څرګندونې په پای کې د دې لامل شوې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د هغه ملاتړي د امریکا پر کانګریس برید وکړي، چې د امریکا په تاریخ کې بې ساری عمل و.
پر ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال لږ تر لږه دوه ځله برید وشو چې یو ځل په غوږ ټپي هم شو.
ډونالډ ټرمپ ۷۸ کاله وړاندې د نیویارک په “کوینز” کې زیږیدلی او په یوه بډایه ګاونډ کې لوی شوی.
هغه د خپل مور او پلار څلورم ماشوم دی، پلار یې فریډ ټرمپ نومیده چې د املاکو او جایدادونو په اخیستلو او پلورولو کې یې کار کاوه.
ډونالډ ټرمپ په ۱۹۶۸ کال کې د پنسلوانیا پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ شو او بیا یې له خپل پلار سره د نیویارک ښار په کوینز او بروکلین کې په ساختماني پروژو کې کار پیل کړ.
ډونالډ ټرمپ درې ځله واده کړی، لومړۍ مېرمن یې ایوانا وه او درې ماشومان لري. د خپلې میرمنې له طلاق وروسته، هغه د مارلا مپلس سره واده وکړ او بیا له هغې څخه هم جدا شو.
هغه وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د سلووینیا له یوې ماډلې میلانیا سره واده وکړ.
ټرمپ د لومړي ځل لپاره د اتیاومې په وروستیو کې له سیاست سره علاقه څرګنده کړه.
هغه لومړی د اصلاح ګوند سره یو ځای شو، وروسته دیموکراتیک ګوند، او بیا خپلواک شو او بالاخره په ۲۰۱۲ کې یې ځان جمهوري غوښتونکی اعلان کړ.
له خپلې ولسمشرۍ د پايي ته رسېدلو وروسته، ټرمپ د لویو جرمي تورونو سره مخ شو، او لومړی ولسمشر دی، چې په لوي جرمي تور محکم شوی. خو د دې سره سره د پخوا په پرتله اوس نوموړی زیات مشهور دی.
لومړی نظر وکړئ on "ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټل"