ټي ټي پي له القاعدې مرسته او له افغان خاورې ګټنه رد کړه

د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) د القاعده له لوري د مالي مرستې او روزنې، له افغان خاورې فعالیت او د دوی په فعالیتونو کې د افغانانو ونډه رد کړه. 

د ټي ټي پي مشر، نور ولي محسود د پاکستان علماو او سیاسي مشرانو ته په یوه پیغام کې ویلي، ټي ټي پي له اسلامي امارته هیڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي. 

نور ولي محسود ویلي، دوی د خپلو فعالیتونو لپاره د چا مرستې ته اړتیا نه لري او کومه بهرنۍ اجنډا هم نه لري او د هغه په خبره یوازینۍ موخه یې “له ظالمو جنرالانو د خپلو خلکو ژغورل دي.”
 
هغه زیاته کړې: « موږ خپله جګړه کې بهرنۍ مرستې نه ترلاسه کوو او نه هم ورته اړتیا لرو. د الله په حکم موږ د خپل ولس په ملاتړ او همکارۍ شل کاله بریالۍ مبارزه کړې او د راتلونکي کې یې هم د ترسره کولو توان هم لرو.»

ټي ټي پي له قطر او نورو اسلامي هېوادونو غوښتي څېړنه وکړي چې ایا ټي ټي پي ترهګر دي او که جګړه پرې تپل شوې ده. 

نور ولي محسود دغه پیغام کې د هغو پاکستاني علماو، ملي او سیاسي مشرانو دریځ ستایلی چې د دغه هېواد د حکومت له لوري د “عزم استحکام” له عملیاتو سره یې مخالفت ښودلی دی. 

پاکستاني حکومت د لومړي وزیر، شهباز شریف تر تایید وروسته دغه هېواد کې د “عزم استحکام” پوځي عملیات په لاره واچول. 

د ټي ټي پي مشر وایي، پاکستان مشران ورسره خبرو اترو ته زړه نه ښه کوي او زیاتوي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان پر مهال له پخواني حکومت سره هم د خبرو اترو تجربه لري. 

نوموړي دا هم ویلي، چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته جګړه د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پر پښتنو تپل شوې وه.

نور ولي محسود وایي، پاکستانی پوځ او امریکایي بې پیلوټه الوتکو زرګونه ښځې او سړي و وژل، ښوونځي، کورونه، جوماتونه او دیني مدرسې یې ویجاړې کړې چې په خبره یې، دوی یې د عاملانو پر وړاندې وسلې اخیستلو ته اړ کړل.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*