پاکستان سره سوداګرۍ کې خنډونه او د افغانستان د صادراتو د کچې کمښت

Loading


د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه
خونه وايي، د روان کال د وري له لومړۍ د تلې تر لسمې نېټې افغانستان
پاکستان ته د ۳۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي؛ خو د تېر کال
په همدې موده کې ۳۴۴ میلیونه ډالره صادرات شوي و.


د دغې خونې رييس، خانجان الکوزی وایي، هڅې روانې دي چې هند، روسیې او عربي هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شي.


خانجان الکوزي طلوع‌نیوز ته و ویل: « تېر کال
کې مو شاوخوا ۳۴۴ میلیونه ډالره صادرات لرل پاکستانه ته؛ خو سږ کال موږ تر
۳۱۹ میلیونه ډالره صادرات لرو، اساسي لامل یې لارو بندښت او د تعرفو
لوړوالی دی.»


تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او
ډنډ پټان د افغانستان او پاکستان رسمي بندرونه دي او د سویلي اسیا له
هېوادونو سره ډېره راکړه ورکړه له همدې بندرونو کېږي، خو د دغو بندرونو وخت
نا وخت بندښت سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.


بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې
خونې رییس، توکل احمد یار افغانستان لپاره د امریکا له چارسمبالې کرن ډېکر
سره کتلي او د سوداګریزو بنسټونو د پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو د
شرایطو د ښه کېدو او د افغانستان د خصوصي شرکتونو لپاره د لازمو اسانتیاوو د
رامنځته کېدو په اړه یې خبرې کړې دي.


دغه کتنه کې توکل احمد یار ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان سره د صادراتو په برخه کې شته ستونزې باید حل شي. 


سوداګر، میرویس حاجي زاده و ویل: « که پاکستان
په لسو یا پنځلس ورځو کې دغه دروازه خلاصه نه کړه، موږ هم خپل حکومت ته
وړاندیز کوو، ځکه د پاکستان د صادراتو وخت راځي او موږ هم باید یو کار
وکړو، چې دوی ته هم زیان ورسېږي.»


د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې بیا راپور ورکړی، چې
په وروستیو ورځو کې د تورخم بندر له لارې د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ
په تدریج سره له سره پیل شوې او سوداګر پېښور ته د رسېدو لپاره د شلمان –
مالاګوري له سختو لارو تېرېږي. 


سوداګر، زلمي عظیمي و ویل: « د تازې مېوې په
ګډون زموږ صادرات د شلمان لارې پاکستان ته ځي؛ خو لس سلنه صادرات ترسره
کېږي، چې پر دغه لاره ډېرې ستونزې شته، موټر چپه کېږي او موټر چلوونکي هم
خپل ژوند له لاسه ورکوي.»


د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګریزه
راکړه ورکړه څه باندې دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې نږدې یو میلیارد
ډالر یې صادرات دي، خو تېر کال پاکستان ته صادرات ۶۰ سلنه کم شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان سره سوداګرۍ کې خنډونه او د افغانستان د صادراتو د کچې کمښت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*