د
 پاکستان فدرالي حکومت وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شويو 
سازمانونو په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی.
د فدرالي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه په پاکستان 
کې د سولې او امنیت پر ضد دي.د
 پاکستان فدرالي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي “فدرالي حکومت داسې دلایل 
لري چې ښیي د پښتون ژغورنې غورځنګ په یولړ داسې کړنو کې ښکیل دی چې ددغه 
هیواد د سولې او امنیت ضد دي.”د
 پاکستان فدرالي حکومت وایي، “له همدې امله یې پتېیلې چې د ترهګرۍ ضد قانون
 د ۱۱مې مادې پر بنسټ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه سازمانونو په لېست 
کې شامل کړي او پر فعالیتونو یې بندیز ولګوي”.
 پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو ملاتړ کوي او د 
پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له پښتنو سره په تبعیض، تحمیلي جګړو او 
ناوړه چلند تورنوي.پي
 ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي جرګې تر نامه لاندې د پښتنو لویه 
جرګه بللې چې د پښتنو ستونزو ته حل لاره راوباسي، خو حکومت ددې جرګې د 
جوړولو مخه نیسي.

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه"