
د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې ۴۰ سلنې کمښت
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د لارو د بندېدو له امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنې کمه شوې ده.
د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري دوه میلیارده او ۴۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې وه خو په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې بیا یو میلیارد او ۷۶۶ میلیونو ډالرو ته راښکته شوې ده.
په همدې موده کې بیا د افغانستان صادرات پاکستان ته له ۸۱۷ میلیونو ډالرو ۵۰۵ میلیونو ډالرو ته راښکته شول او واردات یې هم یو میلیارد او ۲۶۱ میلیونو ډالرو ته را ټیټ شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «په ۲۰۲۴ کال کې له دغه هېواد د یو میلیارد او ۶۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي وو خو ۲۰۲۵ کال کې له دغه هېواده واردات یو میلیارد او ۲۶۱ میلیونه ډالرو ته را کم شوي دي. شمېرې ښیي چې ۲۰۲۵ کې د دواړو خواو ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴ کال پرتله ۶۹۵ میلیونه ډالره کمه شوې ده.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي ټینګار کوي چې افغانستان باید یوازې پر یوې لارې او یوه هېواد متکي نه وي.
د دوی په باور د ایران، منځنۍ اسیا او هوايي دهلیزونو له لارې د بدیلو ټرانزیټي لارو پراختیا کولی شي په پاکستان پورې د افغانستان تړاو راکم کړي او د هېواد اقتصاد ورسره ثبات ومومي.
د اقتصادي چارو شنونکي، میرشاکر یعقوبي و ویل: «افغانستان کې د سوداګریز امنیت او خوندیتوب لپاره باید موږ پر یوه هېواد متکي نه اوسو او بدیل هم په پام کې ونیسو او دا د افغانستان د اقتصادي ودې لامل کیږي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهم سوداګریز بندرونه لکه تورخم او سپین بولدک له نږدې درېیو میاشتو راهیسې د سیاسي ترینګلتیاو له امله د پاکستان له لوري په بشپړه توګه تړل شوي دي.
دا وضعیت په ځلونو د بار وړونکو موټرو د درېدو او د دواړو خواو سوداګرو ته د زیان اوښتو لامل شوی خو لا یې هم د پرانیستو په اړه هېڅ لوري څه نه دي ویلي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې ۴۰ سلنې کمښت"