
پاکستان کې د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک؛ کورنۍ په پارکونو کې مېشتې دي
په اسلاماباد کې مېشتې افغان کډوالې کورنۍ د پاکستان د دولت لخوا د وېزې د نه غځېدو او د کورونو د خاوندانو د فشار له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او اوس له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په عمومي پارکونو کې واړوي.
یوه افغان کډواله مدینه رحماني د دغو کورنیو سخت وضعیت داسې بیانوي: « د ویزو نه لرلو له امله له کورونو څخه را وایستلو. له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې په پارک کې ژوند کوو د ورځې لمر او په باران کې په کېږدیو کې خوب نشو کولای او کوچنیان مو ناروغه دي.»
دوی وايي چې د پاکستان له خوا د وېزې د تمدید درېدو د دوی لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
دوې افغان کډوالې، زیبا او سحر صدیقي د اوسني وضعیت په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان کې افغان کډوالې زیبا طلوعنیوز ته و ویل: « موږ ته د کورونو مالکانو نور د اوسېدو اجازه نه راکوله ځکه چې ویزې مو ختمې شوې وې او له کورونو یې را ویستلو، پاکستان حکومت زموږ د ویزې موده نه غځوي، د اسلام اباد یوه پارک ته راغلو او اوس دلته شپې او ورځې تېروو.»
پاکستان کې مېشتې بلې افغان کډوالې سحر صدیقي داسې و ویل: « موږ پي او ار کارټ لرو موږ ته د کور مالکانو وویل چې تاسې ته نور کور په کرایه نشو درکولای ځکه چې تاسې ناقانونه یاست.»
دغه راز، یو شمېر کډوال چې معتبر کېسونه لري، له نړۍوالو سازمانونو غواړي چې د دوی کېسونو ته رسیدګي وکړي.
افغان کډوالې شکریې و ویل: « موږ ته پاملرنه نه ده شوې زموږ کیس تراوسه پورې مخته ندی تللی چې زنګ ورته وهو ورته وایو چې دغسې بد حالات دي پولیس راځي او موږ ډيپورټ کوي موږ څه وکړو موږ ته وايي چې هر وخت پولیس راغلل موږ ته زنګ را ووهئ.»
بلې افغان کډوالې زرمینې حسیني و ویل: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او کډوالۍ اړوند نورو نړۍوالو سازمانونو څخه غواړو د افغان کډوالو کیسونه پرمخ یوسو او دغه راز باید د پاکستان پر حکومت فشار راوړي د افغان کډوالو ویزو موده وغځوي.»
د پاکستان دولت (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته روان زېږدیز کال د اګست میاشتې تر پای وخت ورکړی چې په دغه هېواد کې پاتې شي، خو ډېری یې خپل او د خپلو کورنیو راتلونکي ته اندېښمن دي.
لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د افغان کډوالو ناڅرګند برخلیک؛ کورنۍ په پارکونو کې مېشتې دي"