په پاکستان کې یو شمیر افغان کډوال چې په متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو لپاره انتظار کوي، وایي د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لخوا د کډوالو بیا میشت کیدو پروګرام د ځنډولو له کبله اندیښمن شویدي.
د ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې امریکا ته د مهاجرو د راتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د دریو میاشتو لپاره ځنډول کیږي. په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره د تحقیقاتو په پایله کې ولسمشر ته یو راپور چمتو کوي او دا پیشنهاد به کوي چې ایا ددغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.
د احمد ظاهر سلطاني په نامه افغان کډوال چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې ا.ا. په افغانستان کې واک ته ورسیدل، دی د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره پاکستان ته کډه شو، وایي چې ټولې کورنۍ یې په هماغه شپه خوب ونکړ کله چې ښاغلي ټرمپ په اجرائیوي فرمان کې د کډوالو پروګرام وځنډاوه.
پنځوس کلن ظاهر سلطاني چې په افغانستان کې یې په امریکایي پروژو کې کار کړی، امریکا غږ ته وویل، ” مونږ ډیر اندیښمن یو ځکه چې د ناڅرګندې راتلونکې سره مخ یو”.
متحده ایالاتو ته د کډوالو راتګ پروګرام تر ځنډیدو وړاندې د سلطاني کورنۍ ته په همدې پروګرام د اولې درجې لومړیتوب ورکړل شوی و خو د اجرائیوي فرمان له مخې په هرو ۹۰ ورځو کې باید جمهور رئیس ټرمپ ته راپور ورکړل شي چې له مخې به یې پریکړه وشي آیا دا پروګرام د متحده ایالاتو په ګټه دی که نه.
د سلطاني په ګډون ګڼ شمیر نورو افغان کډوالو چې په پاکستان کې امریکا ته د راتګ لپاره انتظار کوي، امریکا غږ ته ویلي چې په پاکستان کې پاتې کیدل ورته ګران دي ځکه چې له یوې خوا یې پولیس تنګوي او له بلې خوا د ویزې تمدید کول ډیر لګښت غواړي.
ښاغلي سلطاني امریکا غږ ته وویل، ” په پاکستان کې مو پولیس ځوروي او نیسي مو او بیرته افغانستان ته نشو تلی ځکه چې هلته د خطراتو له کبله تښتیدلي یو”.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې د څه باندې ۴۴ زرو افغان کډوالو څخه چې په نورو هیوادونو کې د میشت کیدو لپاره پدې هیواد کې انتظار کوي، تقریباً ۲۵ زره یې هغوي دي چې په متحده ایالاتو کې میشت کیدل غواړي.
د فهیمي زاهد په نامه یوې افغانې مدني فعالې چې په اسلام آباد کې ژوند کوي، امریکا غږ ته یې وویل چې د ټرمپ تر اجرائیوي فرمان وروسته په پاکستان کې افغان کډوال د خپلې راتلونکې په هکله “ډیر اندیښمن” دي.
میرمن زاهد امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې تر دې وړاندې په پاکستان کې پراته افغان کډوال ډاډ و چې د پولیسو ځوریدو څخه د بچ کیدو لپاره به امریکایي چارواکي د اسلام آباد سره خبرې کوي خو زیاتوي چې د ټرمپ تر اجرائیوي فرمان وروسته به په پاکستان کې د افغان کډوالو ځوریدل او افغانستان ته شړل ډیر شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې ا.ا. واک ته رسیدلي ، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې پورې څه د پاسه ۱۸۰ زره افغانان په امریکا کې بیا میشت شوي خو زرګونه نور لا په افغانستان او نورو هیوادونو کې امریکا کې د میشت کیدو لپاره انتظار کوي.
د افغان تخلیې په نامه د ائتلاف مشر، شان وانډایور چې امریکا کې د افغان کډوالو بیا میشت کیدو کې مرسته کوي، امریکا غږ سره په خبرو کې وویل تر څو چې په متحده ایالاتو کې د کډوالو بیا میشت کیدو پروګرام بیرته نه وي پیل شوی، کډوال به ونشي کړی چې امریکا ته راشي.
امریکایي مطبوعاتو همدارنګه د همدې تیرې چارشنبې په ورځ وویل چې د یو شمیر هغو افغانانو پروازونه هم لغوه شوي چې ټاکل شوې وه څو ورځې وروسته امریکا ته ولاړ شي. ښاغلي وانډایور ویلي چې د دې بندیز له کبله به ډیر شمیر هغه افغانان زیانمن شي چې د P1 او P2 قضیې لري.
هغه ویلي ائتلاف یې هیله لري چې د ټرمپ حکومت افغان کډوالو ته د استثنا ورکولو کې قانع کاندي. شان وانډایور پدې هکله وویل، ” هغه خلک چې جرمي سابقه یې کتل شوې او روغتیایي معاینې ته انتظار کوي، مونږ غواړو ډاډه شو چې هغوي دلته راشي”.
ښاغلي وانډایور زیاته کړه چې د ۱۵۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې افغانان په متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو دوسیې لري.
په پاکستان کې د سلطاني په ګډون زرګونه افغان کډوال چې د کالونو راهیسې امریکا کې د بیا میشت کیدو لپاره انتظار کوي، وایي چې د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او زیاتوي چې افغانستان ته بیرته تګ نه غواړي.
لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې پراته افغان کډوال وایي امریکا کې د بیا میشت کیدو پروګرام ځنډیدو له کبله اندیښمن دي"