پخوانی ا.ا. چارواکی: د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی

په اسلام اباد کې د ا.ا. پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، د امیر استبداد او مطلقه واکمني د اسلامي ټولنو د زوال یو اصلي لامل دی.

ښاغلی ضعیف زياتوي هر «امیر»، چې د مطلق قدرت واکمن شي، د وخت په تیریدو سره به په «مطلق استبداد» بدل شي.

د عبدالسلام ضعيف په وینا « له هغه وروسته، چې امیر په اسبتدادي بدل شي، د تملق خلګ ځان ته ورنژدې کوي، د علم او فکر خلګ به ځني ليري کيږي.»

د ا.ا. د لومړي حکومت دغه پیژندل شوي ډیپلومات نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د وخت په تیریدو سره د امیر پریکړې او فرمانونه د «تملق» پر بنسټ جوړیږي.

عبدالسلام ضعیف وړاندیز وکړ چې یوه «مقتدره رهبري شورا» د امیر «خالي ځای»ډکولی شي.

عبدالسلام ضعیف، چې د ملا عمر په دوره کې یې په مهمو دولتي پوستونو کې کار کړی و، په ۲۰۰۱کال کې د ا.ا. له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې ونیول شو او بیا ګونتانامو زندان ته یووړل شو.

ښاغلی ضعیف له درې کاله بند وروسته په ۲۰۰۵ کال کې له ګونتانامو خوشی شو.

وروسته یې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال په کابل کې د «افغان بنسټ» په نوم یو دیني بنیاد جوړ کړ.

ښاغلي ضعیف پر اېکس پاڼه په خپل دغه یادداشت کې د مسولیتونو غفلت او ناوړه ګټه اخیستنه او همدارنګه د امیر او د هغه د خپلوانو لخوا له شریعت سره د شخصي غوښتنو ګډول د اسلامي ټولنو د زوال د نورو عواملو په توګه یاد کړي دي.

د ا.ا. د ډلې دغه جګپوړی چارواکی ويلي دي، دا ډیره مهمه ده چې هر څوک مسوولیت په غاړه اخلي باید په خپل کار کې غفلت ونه کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې که څوک د ورسپارل شوي مسوولیت وړ نه وي باید استعفا ورکړي، څو پر ځای یې بل کس وټاکل شي.

ښاغلى ضعيف، چې په کابل کې د «افغان بنسټ» مسوول دى وايي، دا هم مهمه ده،چې قانون او شريعت د شخصي «خوښيو» څخه لري درک شي.

د ده په وينا، چې که د شخصي خوښيو پر ځای پرېکړې وشي د اختلاف او نافرمانۍ لامل کيږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پخوانی ا.ا. چارواکی: د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*