پرتي که اعتراف

27
13

پرتي که اعتراف

په تیرو څو اونیو کې موږ د خوارجو د ځکندن ښکاره نښې وینو. دا ډله نوره ډېره ذلیله او بې وزله سوی ده. که چیري، د دې ډلې ورستیو تبلیغاتي موادو ته بابیزه کتنه وسي نو له ورایه معلومیږی چې دغو خوارجو نور د خلافت له دعوې لاس اخیستی. دوی د نورو نړیوالو جنایتکارانو د بریدونو د پړه اخیستو لپاره چمتووالی نیولی او اعلان یې کړی چې د نړی ټول جنایتکاران کولای سی پرته له دي چې د دوی د خلیفه سره بیعت وکړی د نړی په ګوټ ګوټ کې د بشر ضد بریدونه تر سره کړي.

داعش په وروستیو بیانونو کې، په ټولو نړیوالو جنایتکارانو ږغ کړی چې د داعش په استازیتوب انفرادي ترهګریز بریدونه ترسره کړي. داعش په دی څرګندونو کې دغو نړیوالو جنایتکارانو ته داسې پتیلي چې نور له داعشی خلیفه سره بیعت کولو ته اړتیا نه لري.د دغو خوارجی وروستیو څرګندونو ته په لږ سوچ او تدبر سره پوهیږو چې د نړیوالي کرکې د ترویج له حقیقت نه برسیره د اعش دا وروستۍ څرګندونې د دې ترهګرې ډلې د پام وړ ذلت څرګندوی.

په ښکاره ډول، دا ډله په دې و نتوانیدله چې خپل جعلي ګواښونه په حقیقت واړوي. که څه هم په دي هم ښه پوهیږي چې دوی به هیڅکله هغه نړیوال ګواښ نه وي چې دوی یې په پیل کې لافی ویشتی. ځکه نو، دوی مخکي تر مخه د جعلی ادعاګانو تولید ته ملا تړلی. داعش له ټولو جنایتکارو ډلو غوښتي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چریکی او انفرادی بریدونه تر سره کړي. او دا واري یی دا هم ویل دي چې د دي بریدونو لپاره نور څوک بیعت ته هم ضرورت نلري. د تعجب خبره خو لا دا ده چی داعشیانو به تل د سلفو او اصولو خبري کولي خو اوس تر ټولو اساسی اسلامی اصول لکه بیعت تر پښو لاندي کوي. هغه ډلي چی د خلافت د تاسیس کوکاری به یی وهلی اوس د خلافت بیعت غیر ضروری بولي.

دا وروستۍ څرګندونې په تاکتیکي او ستراتیژیکو برخو کې د داعش ماتې ښيي. په تاکتیکي ډګر کی، دا ډله مني چې د دوی تش په نامه سرتیري نور د دې توان نلري چې د داعش د تبلیغاتي ماشین لخوا تولید سوي جعلي ګواښونه په حقیقتونو واړوي. ممکن دا ډله د اوربکو د سخت کمي سره مخ وي. دوی یوازی یو کم تعداد اوربکی لري چی هغوی یی صرف د خپلو بادارانو د ساتنی لپاره شخصی ساتونکی ګمارلي دي.له همدې امله دوی د نړۍ پر ټولو جنایتکارانو ږغ کړی چی – پرته له دې چې د دوی له خلیفه سره بیعت وکړی دو کولای سی بریدونه تر سره کړی او داعش به یی پړه بر غاړه واخلي.

په ستراتیژیک ډګر کی، دا ډله په ښکاره ډول د اسلامي خلافت د جوړولو لپاره د کار کولو ادعا پریږدي ځکه چې بیعت د داسې ادعاوو لپاره اړین او بنسټیز اصل دی. او دوی یی تر پښو لاندي کوي. دا ډله په ښکاره اعتراف کوي چې داعش نور یو متحد ځواک نه دی او په نړیوالو مجرمینو باندې تکیه کوي. هغه مجرمین چې د بغدادی د مصنوعی خلافت لپاره نه بلکی د مختلفو نورو موخو لپاره جرمونه ترسره کوی. ښکاره خبره ده چې داعش د مرګ پر بستر دی او د ځکندن شیبی یی دي، او په دي یی باید ښه سر خلاص سی چی د دوی د نړیوال نفرت پروژه به هرومرو ناکامه کیږي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "پرتي که اعتراف"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*