پغمان کې د ګازو یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله اوښتي ځاني او مالي زیانونه

پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس نورالله انصار ویلي چې، د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې د تېرې شپې (شنبې) په اورلګېدنه کې، ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي انصار په وینا، د اور د خپرېدو مخه نیول شوې او تر اوسه د دې پېښې له امله د اوښتو زیانونو کچه څرګنده نه‌ده.

پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس څرګندوي:«ځاني تلفات تراوسه پنځه تر شپږو تنو دي؛ زه فکر کوم چې، مړینه له اوو تنو لوړه نه‌ده او ټپيان کابو ۹ تنه دي او مالي زیانونه تراوسه وروستي شوي نه‌دي.»

خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې، د دې پېښې په تړاو د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. 
 
د دې ادارې په وینا، تر دې دمه د لومړنیو شمېرو له مخې، دغې پېښې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره ډالره زیان اړولی دی.

بلخوا، د دغې اورلګېدنې ځينې شاهدان خپل د سترګول لیدلی حال او له سرپرست حکومته خپلې غوښتنې داسې بیانوي.

د پېښې شاهد شریف وویل:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې، د کازو شرکتونه له ښاره لرې ولېږدوي؛ ځکه مخکې هم داسې ډېرې حادثې رامنځته شوې دي.»

د پغمان ولسوالۍ د سیمه‌ییز کنټرول امر فضل‌الله توخي هم څرګندوي:«کابو له شپې دغه حالت پيل شو؛ کله چې، به یوې ډبې چاودنه کوله او اورلګېدنه به مړه کېدو ته نږدې شوه بیا به بله ډبه چاودنه وکړه، لکه څنګه چې، تاسو ولیده هلته د ګازو ډېرې ډبې دي.»

خو ځینې کسان چې، په دغو شرکتونو کې پر کار بوخت وو، هم وایي چې، په دې اورلګېدنه کې د لسګونه زرو ډالرو زیان وراوښتی دی.

د یوه شرکت رییس جعفرنیازی وايي:«درې تنه شهیدان شوي او یوازې درې تنه زموږ د شرکت ټپيان شوي دي.»

دا اورلګېدنې د شنبې ورځې د ماښام په نږدې پنځه نیمو بجو پيل شوه او د یکشنبې ورځې تر سهاره یې دوام درلود چې، په پایله کې یې د ګازو د یوه شرکت او د ټوکرۍ جوړونې د شرکت په ګډون څو نور شرکتونه زیانمن شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پغمان کې د ګازو یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله اوښتي ځاني او مالي زیانونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*