پنجشیر کې د سیلانیانو د جذب په موخه معیاري هوټل جوړیږي

Loading

د پنجشېر سیمه‌ ییز مسوولین دغه ولایت ته د سیلانیانو د جذب په موخه په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري هوټل له جوړېدو خبر ورکوي.

مسوولین د ګرځندوی صنعت د دغه ولایت د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره مهم بولي.

د پنجشېر والي وايي، د دغه هوټل لومړني کارونه پيل شوي او پر دې سربېره به د دغه ولايت په تفريحي سیمو کې د سیلانیانو لپاره ځینې نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د پنجشیر والي، محمداغا حکیم وايي: یو شمېر سیلانیان چې د تفریح ​​او سرګرمۍ په موخه د پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ ته راغلي دي، د دغه ولایت تفریحي سیمې د تفریح ​​او سرګرمۍ ​​لپاره مناسبې بولي.

د کابل اوسېدونکي، عنایت الله و ویل: «دا د تفریح لپاره ډېر ښه ځای دی. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د اوبو ترڅنګ ونې کېنوي او د دې ولسوالۍ سړک هم باید و رغول شي، دغو برخو کې باید پاملرنه وشي.»

د هرات اوسېدونکي، محمد عمر بیا و ویل: «له هراته کابل او له کابله پنجشیر او دا دی پریان ته را ورسېدو، ډېر ښه ځای دی. غواړو چې تفریح وکړو او له ښکلو منظرو، غرونو او دښتو چې هیڅ پکې سړی نه شي ویلی، خوند واخلو.»

د هرات یو بل اوسېدونکی، محمد شفیق هم د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «د پنجشیر اوسېدونکي ډېر مېلمه پاله دي او له موږ سره یې ډېر ښه او مینه ناک چلند کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د مسوولینو په خبره، د روان کال له پیله تر دې دمه د بهرنیانو په ګډون څه د پاسه شپېته زره سیلانیانو د پنجشیر ولایت له بېلابېلو تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پنجشیر کې د سیلانیانو د جذب په موخه معیاري هوټل جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*