پني وانګ: د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو د تړلو په غبرګون کې ویلي چې، دغه بندیزونه د زده‌کړو او کار پاتې فرصتونه هم له‌منځه وړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

پني وانګ همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو، د کنوانسیون په چوکاټ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د حساب ورکونې لپاره د استرالیا د هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل:«د ا.ا. له لوري، د روغتیاپالنې او قابلګۍ په برخو کې د ښځو پر زده‌کړو بندیزونه، د کار او زده‌کړې لپاره یوازیني فرصتونه هم له‌منځه وړي او ژوند له ګواښ سره مخ کوي. دغه حکم د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو، د کنوانسیون په چوکاټ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د حساب ورکونې لپاره د استرالیا د هڅو پر اهمیت ټینګار کوي.»

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن دېګر وايي چې، سرپرست حکومت د ډاکترۍ او قابلګۍ په برخو کې، د نجونو د زده‌کړو له مخنیوي سره، د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

کرن دېګر په دې هکله زیاتوي:«د نجونو پر مخ د طبي زده‌کړو د ممنوع کېدو په هکله د کندهار راپور شوې پرېکړه، په هېڅ ژبه، کلتور او مذهب کې د دفاع وړ نه‌ده. کندهار د نجونو د ښوونکې یا انجنیرې کېدو له ممانعت سره، د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.»

ځينې ډاکټرانې او قابله‌ګانې په دې اند دي چې، نجونو پر مخ، د پوهنتونونو په ځانګړې توګه د طبي پوهنځیو تړل کېدل او وروسته د طبي انسټېټیوټونو تړل کېدل، په هېواد کې په بې‌سارې توګه د میندو او نو زیږدو د مړینې د زیاتوالي لامل به شي.

ډاکټره حسینه بارکزۍ په دې هکله وايي:«د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو لرل، په ښارونو او د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د میندو د مړینې د کموالي لامل کېږي.»

قابله مرسل سادات جعفري هم څرګندوي:«موږ نه‌غواړو چې، ښځې د درملنې لپاره نرینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. نو زموږ په ټولنه کې د قابله‌ګانو او ښځینه ډاکټرانو شتون ډېر مهم او ازرښت لرونکی دی.»

که‌څه هم تراوسه اسلامي امارت په رسمي توګه په دې هکله څه نه‌دي ویلي؛ خو تېره اوونۍ د ځينو طبي انستېټیوټونو مسوولانو طلوع‌نیوز ته تایید کړه چې، د ښځینه زده‌کړیالانو د سمسټر د وروستۍ ازموینې د اخیستو لپاره یې ۱۰ ورځې وخت ټاکلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پني وانګ: د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*