پنټاګون: د داع ش خراسان څانګې لوړپوړي غړي مو تر څار لاندې دي

Loading

تېره ورځ امریکايي رسنیو له داع ش ډلې سره د تړاو په تور د ۸ تنو چې ۶ هغه یې تاجکستاني وګړو وو له نیولو خبر ورکړ.

خو دمګړۍ پنتاګون وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سېمو کې د داع ش خراسان څانګې د لوړپوړو قوماندانانو په لټه کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیاله، سابرینا سینګ وايي: (که د داع ش د لوړپوړو رهبرانو د څارلو لپاره زموږ د دوامداره هڅو په اړه خبرې کوي، البته دا هغه څه دي چې موږ یې په سېمه کې په اړه کار ته دوام ورکوو.)

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي وو چې امریکا د داع ش له نوم څخه په ګټنې د افغانستان او سېمې هېوادونو ترمنځ د بدګمانۍ د رامنځته کېدو په هڅه کې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: امریکا او یا بل هر هېواد چې دا خبرې کوي غواړي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ ناوړه پوهاوی رامنځته او بد ګومانۍ رامنځته کړي.

یو شمېر شنونکي هم په سېمه کې د داع ش د فعالېتونو په تړاو د امریکا اندېښنې نمایشي ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، ایمل دوستیار و ویل: دوی هر وخت په هر حالت کې دا هڅه کړې چې په افغانستان کې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي. نو موږ ته پکار ده چې موږ د سیمې هېوادونو ته دا ډاډ ورکړو چې افغانستان نور دغو هېوادونو ته ګواښ نه دی.

په سېمه کې د داع ش د فعالیتونو په تړاو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پنټاګون: د داع ش خراسان څانګې لوړپوړي غړي مو تر څار لاندې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*