
پنځه کاله محرومیت؛ افغان نجونې سږکال هم ښوونځیو ته نشي تللی
په هېواد کې د ښوونې د زنګ له وهلو سره هم مهاله، تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې دي؛ هغه وضعیت چې د پنځو کلونو په تېرېدو سره د هېواد پر جدي ښوونیزو ننګونو بدل شوی دی.
پنځه کاله کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي؛ دا پنځه کاله د زرګونه نجونو لپاره نه یوازې د زدکړو د درېدلو معنا لري، بلکې د هیلو د درېدو او د یوه نامعلوم راتلونکي مانا هم لري.
په هرات کې له زدهکړه یوه پاتې زدهکوونکې کامله طاهري په دې اړه طلوعنیوز ته وایي: «د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې ښوونځي وتړل شول. روحي وضعیت مې ډېر خراب شو. غوښتل مې چې ډاکټره شم خو ونشول.»
په بدخشان کې له زده کړو پاتې امنه داسې وایي: «له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې له شپږم ټولګي پورته هم د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. ولې د هلکانو پر مخ ښوونځي پرانیستي خو د نجونو پر مخ تړلي دي.»
دا ډول زدهکوونکې او محصلینې خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام نه یوازې د دوی شخصي ژوند له کړکېچ سره مخ کړی، بلکې د هېواد پر راتلونکي هم منفي اغېز کوي.
په پنجشېر کې د پوهنتون محصله رابعه وایي: «د پوهنتون په لومړي کال کې وم چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول. له زده کړو پاتې شوم او راتلونکی مې تیاره شو.»
په همدې حال کې، د افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، پاکستان او سریلانکا لپاره د یونیسف سیمه ییز رییس په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښوونیز کال پیل باید د هر ماشوم لپاره د هیلې پیغام ولري.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې نجونې ډېر وخت په تمه پاتې شوي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې یې پر مخ پرانېستل شي.
دې سره هم مهاله په کابل کې د ښځو حقونو فعالان داسې وایي.
د ښځو د حقونو فعاله، ممتاز یوسفزۍ وایي: «نجونې دا څو کاله له زدهکړو محرومې پاتې دي چې دا یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده. ډېرۍ کورنۍ له همدې امله له هېواده د وتو په فکر کې دي.»
له دې ټولو سره سره، افغان نجونې لا هم د هغې ورځې لپاره هیله مندې دي چې یو ځل بیا به د دوی لپاره هم د ښوونځي زنګ ووهله شي، د پوهنتونونو دروازې به پرانېستل شي او هغوی به وکولای شي د خپل ژوند نیمګړې لاره بېرته له سره پیل کړي.
لومړی نظر وکړئ on "پنځه کاله محرومیت؛ افغان نجونې سږکال هم ښوونځیو ته نشي تللی"