
په استالف کې د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس کارخونې پرانیستل
په استالف کې په کال کې د ۱۰زره ټنه ممیزو د پروسس په ظرفیت سره د یوې کارخونې پرانیسته وشوه.
په کال کې د لس زره ټنه ممیزو د پروسس د ظرفیت لرونکی دغه کارخونه، د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د ملا عبدالغنی برادر آخند په حضور سره پرانیستل شوه.
ملا عبدالغنی برادر وویل چې دا کارخونه د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو لپاره یو اغېزناک ګام دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغنی برادر و ویل: « د کشمشو د پروسس د فابریکې د عملي چارو پرانیسته نه یوازې زموږ د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې یو مهم ګام او پرمختګ دی، بلکې د هېواد اقتصادي ثبات، صاداراتو معیاري کېدو او صنعت پراختیا لپاره ښه مثال ګڼل کیږي.»
د کابل والي، امینالله عبید هم وايي: « د کابل ولایت رهبري، تاسې ته بهتره معلومیږي چې په ۱۴۰۳ کال کې، په مختلفو پروژو او مختلفو ادارو کې یو میلیارد اعشاریه ۳ افغانۍ په بېلابیلو برخو کې وکارولې.»
دا کارخونه د ۸ میلیون ډالرو په پانګونې سره په ۱۲۸جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده او د پروسس د لوړ ظرفیت پر لرلو سربېره یې د سیمې اوسیدونکو ته سلګونه مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د کارخونې مسوول، مسیح ویکویدا وايي: “ډېری هېوادونه زموږ ممیز پخپل نوم صادروي، او هغه پیسې چې باید افغانستان ته راشي، په نورو هېوادونو کې مصرفېږي. موږ د افغانستان دغه ستونزې ولیدې او غواړو دغه کارخونه جوړه کړو، څو افغانستان ته خدمت وکړو. زموږ ټوله هیله دا ده چې ممیز د افغانستان په نوم صادر شي.”
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند هم وايي: “دغه فابریکه تقریباً درې زره باغدارانو ته کار پیدا کړی دی؛ که هغه په کندهار وي یا په شمالي سیمو کې، هر چیرې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده. هیله لرو چې نور هم همکاري وشي.”
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم ټینګار کوي چې کرنه د ملي اقتصاد په وده کې مهم رول لري او دا وزارت ژمن دی چې په بېلابېل پړاوونو کې د کروندګرو ملاتړ وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین، صدر اعظم عثماني وايي: «موږ غواړو چې په ګډه له دې سکټور سره په همغږۍ د خپل اقتصاد او زراعتي ودې سره داسې ځای ته ورسېدو چې د وارداتو پر ځای صادارات وکړو.»
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د څه باندې۲۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳۸۰ کارخونې فعالې شوې دي؛ هغه بهیر چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د باور د زیاتېدو نښه ګڼل کیږي.
لومړی نظر وکړئ on "په استالف کې د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس کارخونې پرانیستل"