په اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې پیل

💬0

په اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې پیل

د روژې مبارکې میاشتې له رارسېدو سره هم‌مهاله، اسلامي هېوادونه د رڼو څراغونو، دودیزو فانوسونو او ځانګړو زینتونو او رنګونو سينګار شوي دي.

بازارونو، سړکونو او جوماتونو روحاني بڼه خپله کړې او خلکو د روژې میاشت په شوق او ولولو پيل کړې ده.

په سعودي عربستان، مصر، قطر، سوریې، لبنان، ایران، پاکستان، اندونیزیا او نورو هېوادونو کې روژه د رڼا او رنګ، خوښۍ او ځانګړو مراسمو سره د خلکو زړونه روښانه کړي دي.

دا میاشت د روژې نیولو تر څنګ د عبادت د زیاتوالي، له اړمنو سره د مرستې او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا وخت هم بلل کېږي.

د مصر اوسېدونکې، هیام البطاوي وايي: «په مصر کې روژه ځانګړې فضا لري. موږ له فانوسونو، بېلابېلو وچو مېوو او له ملګرو سره په لویو مېلمستیاوو دا میاشت لمانځو. دا هغه ځانګړې ښکلاوې دي چې یوازې په مصر کې یې موندلای شئ.»

د لبنان اوسېدونکې، سوزان سوبرا وايي: «سينګارونه، که واړه وي او که لویان، خوښي وربخښي. د خدای شکر چې موږ ته د روژې فضا راکوي.»

د سوریې اوسېدونکی، سامر الحمووي هم وايي: «د سوریې ټولې سیمې په روژه کې له خوښۍ او هیلې ډکې وي. روژه د چمتووالي، خوښۍ او مهربانو خلکو له امله ښکلې ده.»

په پاکستان کې خلک، سره له دې چې د بیو د لوړېدو اندېښنه لري، د روژې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره بازارونو ته ورمات شوي دي.

په ښارونو لکه کراچۍ کې خلک د بیو لوړېدل د لوړ انفلاسیون پایله بولي.

د پاکستان اوسېدونکې، ګلقدم ملک وايي: «تېر کال که چا د روژې لپاره د نخود اوړه، حبوبات، غوړي او نور اړین توکي اخیستل، لس کیلو به یې اخیستل؛ خو اوس اړ دی چې یوازې پنځه کیلو واخلي. یانې خلکو خپل د پېرلو اندازه راکمه کړې ده.»

په غزې تړانګه کې فلسطینیان د تشو مشروباتي بوتلونو په پرې کولو او د رنګینو فانوسونو په جوړولو هڅه کوي ماشومانو ته خوښي ورکړي.

هغوی له محدودو وسایلو د روژې لاسي سينګارونه جوړوي او وايي، دا د اوربند وروسته لومړۍ روژه ده او غواړي خلکو ته یو څه هیله او خوښي بېرته راولي.

د غزې اوسېدونکی، مهند النجار وايي: «له جګړې مخکې موږ د روژې فضا په رښتینې مانا احساسوله، خوشحال وو، سينګار مو کاوه، فانوسونه مو جوړول او ماشومان مو خوشحالول. اوس د جګړې، کلابندۍ او د اصلي فانوسونو د نشتوالي له امله ما د مشروباتو له بوتلونو ګټه واخیسته څو ماشومان خوشحال شي.»

روژه د اسلامي کلیزې نهمه او تر ټولو سپېڅلې میاشت ده او د اسلام له پنځو اساسي ارکانو شمېرل کېږي.

د نړۍ مسلمانان په دې میاشت کې له سهاره تر ماښامه پورې له خوړو او څښاک ډډه کوي.

روژه د سپېدو له ختو مخکې د پېشلمي په خوړلو پیلېږي او د لمر لوېدو وروسته په روژه ماتی پاېته رسېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې پیل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*