“په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده”

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان او په افغانستان کې د ا.ا. حکومت د عامې روغتیا وزارت دواړه وايي، په دغه هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغي پېښې ډېرې شوې دي.

د ا.ا. د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په روان کال کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو له لسو زرو ډېرو ازموینو نژدې شپږ زره مثبتې ثبت وې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال په تحلیلي راپور کې کښلي چې شری یا سرخکان د ۲۰۲۱ کال له نیمايي راهیسې په افغانستان کې په ډېرېدو دی. په دغه راپور کې راغلي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د شري شپږ زره مثبتې پېښې او له دغې ناروغۍ لږ تر لږه ۲۲۳ مړینې ثبت کړې دی.

د ا.ا. د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د دغې ناروغۍ مشکوکې پېښې هم د تېر کال پرتله ډېرې شوې دي.

“لکه څرنګه چې شری یا سرخکان يوه ساري وېروسي ناروغي ده، په افغانستان کې يې هم ځينې وخت د دغې ناروغۍ ګراف پورته کېږي، نسبتا تېر کال ته سږ له موږ سره د مشکوکو او مثبتو واقعاتو ګراف پو څه اندازه پورته شوی دی.”

شری

ښاغلی امرخېل زیاتوي، دغه وزارت غواړي د راتلونکي میلادي کال په پیل کې د شري ناروغۍ د واکسين ملي کمپاین پلی کړي چې په کې به ۱۶ مېلیونه له لس کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

نوموړی وايي، “په نژدې مياشتو کې موږ پلان لرو چې د شري د واکسين ملي کمپاين تطبيق کړو، د دې په توسط سره به موږ وکولی شو چې په افغانستان کې د شري له زياتېدونکو واقعاتو مخنيوی وکړو. له ولسونو مو هم غوښتنه همدا ده چې په داسې حالتونو کې که د دوی ماشومانو کې نښې او علايم د سرخکان راښکاره کېږي، بايد نور ماشومان ورڅخه وژغورل شي او دوی په دغسې حالتونو کې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي تر څو د دوی د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ نشي.”

دغه وزارت له دې وړاندې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر ډېرېدل او د کډوالو په تېره بیا له پاکستانه ورستنېدل هم د شري د ناروغۍ لا خپرېدو لامل بللي و.

شری

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې چې دوې اوونۍ وړاندې خپور شوی کښلي چې په افغانستان کې د شري یا سرخکانو پېښې د ۲۰۲۱ کال له جولای راهیسې د افغانستان په هر ولایت کې د ډېرېدو په حال کې دي.

دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې د دې ناروغۍ د لېږد کچه ټیټه شوې وه خو په افغانستان کې د بشري ناورین له پراخېدو سره د دغې ناروغۍ سختي هم ډېره شوې او په تېره بیا تنکيان او خوارځواکي ماشومان ډېر زیانمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د ۲۰۲۴ کال له پیله نژدې ۲۸ زره هغه ماشومان هم واکسین شوي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټيټ دي.

که څه هم دغه بنسټ د کمزوري روغتيايي سیستم او محدودو سرچینو او روغتيايي خدماتو د نه لاسرسي په څېر محدودیتونه د دغې ناروغۍ پر وړاندې د افغانستان سترې ننګونې یادې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "“په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*