په افغانستان کې د کسبګرو او صنعت کارانو ټولنې ویلي دي چې د مسو صنعت کاران په سلو کې ۹۰ سلني خپل کار پریښی او دغه صنعت د زوال او ورکېدو په حال کې دی.
په کابل، هرات او مزارشریف کې د مسګرۍ له ۲۰۰ هټیو څخه اوس یوازې ۳۰ هغه فعالې دي او دا د دې لامل شوی چې دا تاریخي صنعت به د کسبګرو عمومي سازمان په اډانه کې کومه ټولنه نه لري.
په کابل کې د کسبګرو د ټولنې ویاند عبدالطیف صالحي دویچه ویله ته وویل چې د خامو وارداتي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو له لوري د کورنیو توکیو نه کارول د مسو صنعت د ورکېدو له عمده لاملونو څخه دي.
هغه وویل:«له بده مرغه زموږ د مسو ۹۰ سلنه صنعت کارانو خپلې دندې پرېښي او نورو کارونو ته مخه کړې. که دې حالت ته پام ونه شي، په افغانستان کې به د مسو صنعت له منځه ولاړ شي. د مسو د ډېرو هټیو تړل کېدل د دې لامل شوي چې دا صنعت د کسبګرو خونې په اډانه کې هېڅ ټولنه ونه لري. موږ له اړوندو ارګانونو سره د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د مسو د صنعت د ودې له پاره هڅه کوو، څو یوه حللاره ورته ومومو.»
په همدې حال کې یو شمېر مسګران وايي، د اړوندو ارګانونو د نه پاملرنې او د خامو توکو د لوړو بیو له امله اړ شوي چې دغه صنعت پرېږدي.
په مزار شریف کې یو مسګر مزارالدین وايي:«موږ په افغانستان کې د مسو د ویلي کولو کارخونه نه لرو. نو له همدې امله اړ کېږو چې یو کیلو خام مواد له پاکستانه په زر افغانیو راوارد کړو او دا د دې لامل کېږي چې زموږ تولید شوي توکي ګران پرېوځي او نه شو کولی بي کیفیته وارد شويو توکو سره چې له اوسپنې جوړ شوي وي، سیالي وکړو.»
هغه همداراز د بازار له خرابوالي شکایت کوي:«زموږ د پلور کچه صفر ته رسېدلې ده. شاګردان مو رخصت کړي دي، ځکه د معاشونو د ورکړې توان مو یې نه درلود او شاګردانو ته د دغه صنعت نه ښودل د دې لامل کېږي چې د دغه صنعت څرخ په راتلونکي کې ودرېږي.»
په بلخ ولایت کې د مسو د صنعت کارکوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د مسو له ۴۵ هټیو اوس یوازې ۸ پاتې دي.
د هرات په چهارسو بازار کې د مسو یو کارګر دویچه ویله ته وویل:«نه په تېر او نه هم د اسلامي امارت په اوسني نظام کې څوک زموږ په غم کې دي. زموږ لاسي هنر دوی ته هېڅ ارزښت نه لري. زموږ مشران ولې د مسګرۍ هنر شرایط نه برابروي، څو له یوې خوا بهر ته خپل تولیدات ولېږو او له بل اړخه د دغه صنعت د له منځه تللو مخه ونیول شي؟ افسوس دی چې هېڅوک زموږ په فکر کې نه دی.»
سره له دې چې په افغانستان کې د مسي لوښو جوړولو صنعت خپله وروستۍ ساه اخلي، یو شمېر مسلکي کسان پر ستونزو سربېره هم هڅه کوي چې د دغه صنعت د له منځه تللو مخه ونیسي.
د هرات یو بل مسګر جلیل احمد دویچه ویله ته وویل:«تر څو چې ژوندی یم دې کار ته به دوام ورکړم او هڅه مې ده چې خپلو بچیانو ته یې هم وښیېم، څو له ما وروسته دا کسب وساتي او پرېنږدي چې دا دوه سوه کلن صنعت له منځه ولاړ شي.»
په افغانستان کې د مسي لوښو جوړوونکي تر ډېره د خوړو او ښکلا لوښي لکه ګیلاسونه، غوري، لګنونه، د اوبو جکونه، ګلدانۍ، سماوار، دیګ او پتنوس جوړوي، چې په دغه هیواد کې پر پلور سربېره سیالانیانو هم اخستل.
په افغانستان کی د نوی حاکم نظام د را منځ ته کیدو سره سوداګریز او اقتصادي سکتور سخته ضربه لېدلې. نړیوالې مرستې درېدلي او د افغانستان حکومت چې تر اوسه هيڅ هيواد په رسمیت نه ده پېژندلې، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
Im more than happy to find this page. I need to to thank you for your time due to this fantastic read!! I definitely appreciated every bit of it and I have you bookmarked to see new information on your site.
I would like to thank you for the efforts youve put in penning this blog. I am hoping to view the same high-grade blog posts from you in the future as well. In truth, your creative writing abilities has motivated me to get my very own blog now 😉
Very good article. I definitely appreciate this website. Keep writing!